د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۸

باوري سرچینه: د ننګرهار په روداتو کې ملکيانو ته مرګ ژوبله اوښتې


په ننګرهار کې یوه باوري سرچینه تأییدوي چې په روداتو ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ننګرهار په روداتو ولسوالۍ کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې له ادعا وروسته د ملي امنیت عمومي رئیس ننګرهار ولایت ته ولاړ.

محمد معصوم ستانکزی پرون پنجشنبې په ننګرهار کې و او د دې قضیې په اړه یې له سیمه ییزو چارواکو سره خبرې وکړې.

د ننګرهار د سیمه ییزې ادارې یو مقام دا تأییدوي چې په روداتو ولسوالۍ کې د ملي امنیت د ځواکونو په پوځي عملیاتو کې ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دا مقام چې نه غواړي نوم یې افشا شي ازادي راډیو ته وویل چې په دې عملیاتو کې د یو ماشوم په ګډون ټول ۱۴ ملکي وګړي وژل شوي دي.

یوه باوري سرچینه : د ننګرهار د روداتو ولسوالۍ کي د یو ماشوم په ګډون ټول ۱۴ ملکي وګړي وژل شوي دي.
یوه باوري سرچینه : د ننګرهار د روداتو ولسوالۍ کي د یو ماشوم په ګډون ټول ۱۴ ملکي وګړي وژل شوي دي.

له بلې خوا د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼۍ وايي، د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د ادعاوو په اړه د څېړنو نتایج تراوسه نه‌دي روښانه شوي.

خوګیاڼي زیاته کړه چې د ملي امنیت عمومي رئیس ښاغلي ستانکزي د دې پېښې د قربانیانو د کورنیو له غړو سره لیدلي دي:

"د ملي امنیت عمومي رئیس ننګرهار ته راغی او د دې سفر پرمهال یې د روداتو او سره رود ولسوالیو د وروستیو پېښو د قربانیانو له کورنیو سره ولیدل او د سیمو مخورو او د قربانیانو د کورنیو مشرانو ته یې ډاډ ورکړ چې له هغو پوځیانو سره به قانوني چلند وشي چې د عملیاتو پرمهال یې ملکيانو ته مرګ ژوبله اړولې ده."

د روداتو ولسوالۍ یو شمېر اوسیدونکو د چهارشنبې په ورځ وویل چې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ملکي وګړي وژل شوي دي.

خوګیاڼی: د دې تحقیقاتو نتایج به راتلونکې اوونۍ رسماً اعلان شي.

دوی د تورخم- جلال آباد پر لویه لاره یوشمیر تابوتونه کیښودل او لاره یې موقتا بنده کړه. دوی له افغان حکومت څخه وغوښتل چې پېښه په جدیت سره وڅېړي او عاملانو ته یې جزا ورکړي.

د ننګرهار د والي ویاند ښاغلي خوږیاڼي ازادۍ راډیو ته وویل چې د ولایتي ادارې له خوا ګومارل شوی پلاوی د پنجشنبې په ورځ د ملکي وګړو د تلفاتو د ادعا په اړه د څېړنو لپاره روداتو ولسوالۍ ته ولاړ.

خوږیاڼي زیاته کړه چې د دې تحقیقاتو نتایج به راتلونکې اونۍ رسما اعلان شي.

له بلې خوا د بشري حقونو مدافع ډلې وايي چې د جګړې له دوام سره په افغانستان کې د ملکي وګړو د تلفاتو کچه هم زیاته شوې ده.

د بشري حقونو مدافع ډلې وايي چې د جګړې له دوام سره په افغانستان کې د ملکي وګړو د تلفاتو کچه هم زیاته شوې ده.
د بشري حقونو مدافع ډلې وايي چې د جګړې له دوام سره په افغانستان کې د ملکي وګړو د تلفاتو کچه هم زیاته شوې ده.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون اجراییوي رییس موسی محمودي له آزادۍ راډیو سره په خبرو کې له افغان حکومت او وسله والو مخالفینو څخه وغوښتل چې د ملکي وګړو خوندیتوب ته لومړیتوب ورکړي:

" هغه پېښې چې د انتخاباتو په ورځو کې او وروسته د مخالفینو له خوا وشوې او په ننګرهار کې د ملکي وګړو د تلفاتو اوسنۍ پېښه دا ټول د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون لپاره د اندیښنې وړ موارد دي. موږ هیله من یو چې دولت او وسله وال مخالفین دواړه د جګړې نړیوالو قوانینو ته درناوی وکړي او د ملکي وګړو خوندیتوب ته لومړیتوب ورکړي."

د ننګرهار چارواکي: په روداتو ولسوالۍ کې پوځي عملیات د ملي امنیت ځواکونو کړي وو.​

د ننګرهار سیمه ایز چارواکي وايي، په روداتو ولسوالۍ کې پوځي عملیات د ملي امنیت ځواکونو کړي وو.

ملګروملتونو نژدې درې اونۍ مخکې په یوه راپور کې ویلي و، چې په افغانستان کې د روان میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۲۷۹۸ ملکي وګړي وژل شوي او ۵۲۵۲ نور ټپیان دي. د دې راپور له مخې په سلو کې د ۶۵ ملکيانو د مرګ ژوبلې مسوولیت وسله والو طالبانو، اسلامي دولت ډلې یا داعش او د حکومت ضد نورو مخالفینو ته ورله غاړې دی.

XS
SM
MD
LG