د امریکا اروپايي متحدانو پر واشنګټن غږ کړی چې د اټمي وسلو د مخنیوي له موافقې څخه دې نه وځي څو روسیې ته هم له دې تړونه د وتلو پلمه په لاس ورنه شي.
د ناټو اروپايي غړو د امریکا له متحدایالاتو غوښتي چې روسیه د اټمي وسلو د مخنیوي له موافقې INF څخه د وتلو پرځای د دې موافقې منلو ته وهڅوي.
اروپايي ډیپلوماتان وايي، که له دې تړون څخه د امریکا د وتلو په صورت کې ناټو دوه ټوټې شي نو ګټه به یې روسیه واخلي.
د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې د امریکا د دفاع او بهرنیو چارو د وزارتونو او د ملي امنیت د شورا چارواکو د ناټو په مقر کې د بندو دروازو شاته په یوه غونډه کې د ناټو د غړو هېوادونو استازو ته د منځني واټن ویشتونکو توغندیو د مخنیوي له تړون- INF څخه د امریکا د وتلو د پرېکړې په اړه معلومات ورکړل.
رویټرز په غونډه کې د حاضرو ډيپلوماتانو له قوله لیکي چې وايي جرمني او د اروپايي ټولنې څو نورو غړو پر واشنګټن غږ وکړ چې مسکو د هغو اقداماتو بندولو ته قانع کړي چې د اروپايي متحدانو له نظره له INF څخه سرغړونه ده او یا هم د امکان په صورت کې د چین په ګډون یوځل بیا خبرې پرې وکړي.
د اټومي وسلو د مخنیوي تړون روسیې او متحدایالاتو ته اجازه نه ورکوي چې له ځمکې څخه هوا ته د منځني واټن ویشتونکي کروز ډوله توغندي ولري
یوه ډيپلومات ویلي، د ناټو غړي غواړي د امکان ترحده هلې ځلې وشي چې امریکا له دې تړون څخه ونه وځي او یوه بل ډيپلومات ویلي، هېڅوک له دې تړون څخه د روسیې سرغړونې له پامه نه غورځوي خو که امریکا ترې ووځي نو روسیې ته به پلمه په لاس ورشي چې د دې تړون د فسخ کېدو پړه پر ناټو واچوي.
دواړو ډیپلوماتانو له رویټرز آژانس سره د خپل هویت د نه ښودلو په شرط خبرې کړې دي.
د اټومي وسلو د مخنیوي موافقې پر هغو اټومي توغندیو بندیز لګوي چې له ۵۰۰ تر ۵۵۰۰ کیلومترو پورې واټن ویشتلی شي.
دا تړون چې په ۱۹۸۷ کال کې د شوروي اتحاد له ړنګیدو ۴ کاله مخکې د سړې جګړې پرمهال لاسلیک شوی، روسیې او متحدایالاتو ته اجازه نه ورکوي چې له ځمکې څخه هوا ته د منځني واټن ویشتونکي کروز ډوله توغندي ولري او یا یې تولید او په بل هېواد کې ځای پرځای کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جان بولټن د اټومي وسلو د مخنیوي له موافقې په اړه د خبرو لپاره په روانه اونۍ کې په مسکو کې و، او د ولسمشر ولادیمیرپوتین په ګډون یې له روسي چارواکو سره خبرې وکړې.
ښاغلي بولټن د خپل سفر په دوام د ارمنستان په پلازمېنه ایروان کې د آزادۍ راډیو خبریال ته وویل، له ښاغلي پوتین سره یې خبرې بریالۍ وې:
"ولسمشر پوتین په خپله د وسلو د کنټرول متخصص دی. موږ د INF او له دې تړون څخه د امریکا د وتلو په اړه چې دلایل یې ولسمشر ټرمپ روښانه کړي دي اوږدې خبرې وکړې. موږ د وسلو د کنټرول د نورو تړونونو او د دواړو هېوادونو د ستراتیژیکو اړیکو، د ایران او شمالي کوریا د اټومي پروګرامونو او د منځني ختیځ د مسایلو په اړه خبرې وکړې. دا بحثونه ګټور دي ځکه د روسیې د بهرنۍ پالیسۍ اقدامات د ملي ګټو پربنسټ ولاړ دي. فکر کوم له روسیې سره خبرې ځکه بریالۍ وې چې دواړه لوري د خپلو ملي ګټو په برخه کې ډېر قاطع دریځ لري."
پوتین او ټرمپ په راروانه نوامبر میاشت کې پاریس ته ځي
له آزادۍ راډیو سره په مرکه کې ښاغلي بولټن همداراز وویل چې پوتین ته یې د ټرمپ هغه پیغام هم ورساوه چې هغه ته یې په ۲۰۱۹ کال کې واشنګټن ته د سفر بلنه ورکړې ده خو بولټن دا یادونه هم وکړه چې د پوتین او ټرمپ سلاکاران په راروانه نوامبر میاشت کې په پاریس کې د لومړۍ نړیوالې جګړې د پای ته رسیدو د سلمې کلیزې په مناسبت د نړۍ د مشرانو په غونډې کې د دواړو ولسمشرانو د کتنې پر جزییاتو کار کوي.