د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۵

کابل کې د افغانستان او هند ترمنځ د پانګونې د کاري ګروپ ۳مه ناسته جوړه شوه


د افغانستان او هند ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې د کاري ګروپ درېیمه ناسته د پنجشنبې په ورځ په کابل کې جوړه شوه.

په افغانستان او هندوستان کې، افغان او هندي سوداګرو او متشبثینو ته د اسانتیاوې برابرول، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او ټرانزیټي چارو پراختیا، په افغانستان کې د کانونو، برښنا، کرنې، درمل جوړونې او داسې نورو برخو کې د پانګونې په هدف د هندي پانګه‎والو هڅول، د افغانستان او هند ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې د کاري ګروپ د درېیمې ناستې عمده موضوعګانې وې.

دغه ناسته د پنجشنبې په ورځ په کابل کې جوړه شوې وه چې د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت مرستیالې وزیرې کامله صدیقي او د هند د سوداګرۍ او صنایعو مرستیال وزیر انوپ وادوان په‎کې د اړوندو چارو د لا پراختیا په اړه خبرې وکړې او هیله يې وښوده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګرېزې او ټرانزیټي اړیکې نورې هم پراخې شي.

د افغانستان له لوري کاملې صدیق د جوړې شوې ناستې د هدف په اړه وویل:

"د دغې ناستې عمده هدف د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ لاښه والی دی چې وکړای شي په‎دې برخه د دواړو هېوادونو سوداګرو او پانګه‎والو ته اساتیاوې برابرې کړو. په‎دې برخه کې به د دواړو لورو ترمنځ یوه هوکړه هم لاسلیک شي او افغان او هندي پانګه‎وال به وهڅول شي چې افغانان په هند او هندیان په افغانستان کې پانګونې وکړي."

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د وزارت د چارواکو د معلوماتو له مخې هندوستان د افغان محصولاتو او تولیداتو لپاره په سیمه کې یو مهم مارکیټ دی چې اوس د دواړو هېوادونو د سوداګریزې راکړې ورکړې اندازه سلګونو میلیونو ډالرو ته رسېدلې ده.

د افغانستان صادرېدونکي مواد تر ډېره بریده د پاکستان له لارې هند ته صادرېږي چې اکثره د پاکستان په بندرونو کې له ستونزو او خنډونو سره مخ کېږي، خو افغان چارواکي وايي، هند سره د ایران د چابهار بندر له لارې اړیکې ټینګې شوي چې ډېرې اسانتیاوې یې رامنځته کړي دي.

په ورته کې د هندوستان د سوداګرۍ او صنعت د وزارت مرستیال انوپ واد وان وویل، په وروستیو کلونو کې د افغانستان او هندوستان ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې د ډلې ناستو مثبته نتیجه ورکړې او د دواړو لورو د سوداګریزو راکړو- ورکړو کچه یې څو چنده لوړه کړې ده.

ښاغلي واد وان وویل:

"دواړه خواووې په دوه اړخېزې سوداګرۍ کې زیاتوالی ستايي، تېرکال زموږ سوداګري یو میلیارد ډالره وه او دا هغه هدف و چې موږ تعیین کړی و او ترلاسه مو کړ، دا د تېرکال په پرتله ۴۳ سلنه زیاتوالی ښيې، دا زیاتوالی دواړو خواوو احساس کړی او ورنه خوشحاله دي."

افغان چارواکو دا هم وویل چې د افغانستان او هند ترمنځ د پاکستان د واګې او د ایران د چابهار پر بندرونو سربېره، سږکال نوي ډیلي ته د افغانستان هوايي دهلیز هم پرانېستل شو چې د افغانستان د بزګرانو او باغ لرونکو ډېری کرنیز حاصلات او میوې هغه هېواد ته په وخت ورسېدې.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG