د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۱ غویی ۱۴۰۵ کابل ۱۱:۰۲

کابل کې د ووشو غوره لوبغاړو د انتخاب لپاره د سیالۍ پيل شوې

د افغانستان د ووشو فدراسیون وايي چې د ووشو د تنکیو ځوانانو لوبډلې ته د غوره لوبغاړو د انتخاب لپاره د ۱۲ او ۱۴ کلنو ځوانانو ترمنځ سیالۍ پيل شوې.

د یاد فدراسیون رئیس سید رحمن یورش نن ازادیو ته وویل، دغه سیالۍ تېره ورځ د فالو او سندا په برخو کې پيل شوي.

ښاغلی یورش زیاتوي چې په دغو سیالیو کې د کابل ښار د ۵۷ کلپونو نه شاوخوا ۲۸۰ لوبغاړي ګډون لري.

د افغانستان د ووشو فدراسیون چارواکي په دې څانګه کې دا ډول سیالۍ د ځوانانو د پیاوړتیا لپاره مهمې بولي او ټینګار کوي چې د دغو سیالیو غوره لوبغاړي به په نړیوالو سیالیو کې ګډون کوي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG