د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۱ غویی ۱۴۰۵ کابل ۱۰:۱۰

د فوټبال غوره لیګ: توپان هریرود او شاهین اسمايي لوبډلې سره مخ کېږي

ټاکل شوې چې د افغانستان د فوټبال غوره لیګ سیالیو د اووم پړاو وروستۍ لوبه نن ماښام ۵ بجې او ۳۰ دقیقي د توپان هریرود او شاهین اسمايي لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون د نشراتو مرستیال شمس امیني نن ازادي راډیو ته وویل، دا سیالۍ به د افغانستان د فوټبال فدراسیون په لوبغالي کې ترسره شي.

له دې وړاندې په نیمه پایلوبو کې شاهین اسمايي میوند اتلانو او توپان هیریرود د اباسین څپې لوبډلو ته په ماتې ورکولو سره پای لوبې ته لاره پیدا کړې ده.

د یادولو وړ ده چې تېرکال د دې سیالیو د اتلولي جام شاهین اسمايي لوبډلې خپل کړی وو.

د تېرکال په پایلوبه کې شاهین اسمايي لوبډله له میوند اتلانو لوبډلې سره مخ وو.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG