د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۵

د واشنګټن او مسکو ترمنځ نوی جنجال پورته شوی!


د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ دې اعلان چې د منځني واټن ویشتونکو اټمي میزائیلو د کنټرول د ۱۹۸۷ کال له تړونه وځي، د واشنګټن او مسکو ترمنځ جنجال پورته کړی دی.

د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر دې پریکړې وروسته چې ویلي دي له روسيې سره د ۱۹۸۷ میلادي کال د منځني واټن ویشتونکو اټمي توغندیو له تړونه وځي، د واشنګټن او مسکو ترمنځ د ستراتیژیکو اټمي وسلو د کنټرول یو بل پراخ بنسټه تړون هم له ګواښ سره دی.

د نیوسټارټ په نوم د ستراتیژیکو اټمي وسلو د کنټرول تړون په ۲۰۱۰ میلادي کال کې د امریکا د هغه مهال ولسمشر بارک اوباما او د روسيې د هغه وخت جمهور رئیس ډیمتري مېدودېف لاسلیک کړی وو.

د اټمي وسلو د کنټرول د تړون پخواني مرکچي الکسي ارباتوف ازادي راډیو ته ویلي دي چې که د ۱۹۸۷ میلادي کال د منځني واټن ویشتونکو توغندیو تړون له منځه لاړ، نو د نیوسټارټ ون تړون ماتېدل به بیا یو تاریخي پر شاتګ وي.

د اټمي وسلو د کنټرول د پراخ بنسټه دوه اړخېزه تړون نیو سټارټ ون موده په ۲۰۲۱ میلادي کال کې پای ته رسېږي، خو واشنګټن او مسکو کولی شي د پینځو نورو کلونو لپاره دا تړون تمدید کړي.

د اټمي وسلو د کنټرول د ټولنې کارپوه کینګسټن ریف وايي، که د ۱۹۸۷ میلادي کال د اټمي توغندیو د کنټرول تړون له منځه لاړ شي او د نیو سټارټ ون تړون تمدید نه‎شي، نو له ۱۹۷۰ میلادي کال راهیسې د لومړي ځل لپاره به د امریکا او روسيې پر اټمي وسلو هېڅ ډول محدودیت او کنټرول پاتې نه‎شي.

د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ استدلال کوي چې ځکه د ۱۹۸۷ میلادي کال له تړونه وځي چې په خبره يې روسيې ترې سرغړونې کړې ده او چین چې د توغندیو پروګرام پر مخ وړي په دې تړون کې شامل نه دی.

د نیوسټارټ ون تړون ماتېدل به بیا یو تاریخي پر شاتګ وي.

امریکايي مقاماتو تېر میلادي کال روسیه تورنه کړه چې د یوه نوي توغندي په جوړولو سره د منځني واټن ویشتونکو توغندیو د کنټرول له تړونه سرغړونه کوي.

د متحده ایالاتو ولسمشر ویلي دي کله چې روسیه دې تړون ته درناوی نه کوي، امریکا به يې هم ونه‎کړي.

خو د کریملن ویاند دمیتري پسکوف د دې اوونۍ په سر کې د امریکا دا تور رد کړ او ټینګار يې وکړ چې روسیه د ۱۹۸۷ میلادي کال د اټمي توغندیو د کنټرول تړون ته ژمنه ده.

دمیتري پسکوف
دمیتري پسکوف

له روسي مقاماتو سره تر خبرو وروسته د امریکا د ملي امنیت سلاکارجان بولټون دا اندیښنې کم اهمیته وبللې چې د منځني واټن ویشتونکو اټمي توغندیو له تړونه د واشنګټن وتل به نړیوال امنیت له ګواښ سره مخ کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا او روسيې ولسمشران د راتلونکې نوومبر میاشت په ۱۱مه نېټه په پاریس کې له یو بل سره وویني او تمه کېږي چې ډونالډ ټرمپ او ولادمیر پوتین به د ۱۹۸۷ میلادي کال د اټمي توغندیو د کنټرول له تړونه د واشنګټن د وتلو پر مسئله خبرې وکړي.

XS
SM
MD
LG