د سولې ولسي حرکت غړي وايي چې په نږدې راتلونکي کې به د سولې لپاره د ولسي ویښتابه په هدف د افغانستان ټولو ولسوالیو ته سفرونه وکړي.
دغه حرکت ټینګار کوي چې د سولې د غږ اوچتولو په هدف به د هېواد ګوټ ګوټ ته منظم سفرونه وکړي او ولسونه به د سولې په وړاندې خپل مسؤلیتونو ته متوجې کړي.
د دغه حرکت ویاند بسمالله وطندوست د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د لړم ۰۳» ازادي راډيو ته وویل چې دغه سفرونه به له انتخاباتو وروسته پیل کړي.
ښاغلي وطندوست زیاته کړه:
"تر اوسه مو ولایت نهدی ټاکلی چې لومړی یې له کوم ولایته پيل کړو، خو د افغانستان ۳۴ ولایتونه، ټولو ولسوالیو او د افغانستان ټولو سیمو ته ځو، هلته که افغان حکومت، طالبان او یا داعش وي ورځو، زموږ کار له ولسونو سره دی له دوی سره غږېږو چې د جګړې حل پهدې کې دی چې نور له غفلت راپورته شو او د سولې غږ پورته کړو."
د سولې ولسي حرکت په تېرې روژې میاشت کې وروسته له هغه رامنځته شو چې په هلمند کې په یوه خونړۍ انتحاري حمله کې ملکیانو ته مرګ ژوبله واوښته.
د یاد حرکت غړي له هلمنده پلي کابل ته راغلل، د یو شمېر بهرنیو سفارتونو مخې تهیې پرلت وواهه او له شااوخوا دوه میاشتو وروسته پښې لوڅي بلخ ولایت ته ولاړل.
دوی هر ځای ته په رسېدو خلکو، طالبانو او افغان چارواکو ته ویل چې په افغانستان کې جګره د پردو د ګټو لپاره روانه ده او قرباني یې افغانان دي.
د سولې د ولسي حرکت غړي وايي چې اوس هم پټه خوله نهدي ناست او په کلیو، جوماتونو ښوونځیو کې د سولې لپاره له خلکو، قومي سپينږیرو او ښوونکو سره ناستې پاستې لري.
په ورته وخت کې د افغانستان د سولې عالي شورا وايي چې د سولې په اړه له دا شان ولسي حرکتونو هرکلی کوي او وايي چې دا ډول حرکتونه د سولې له راوستو سره مرسته کوي.
د دغې شورا مرستیال حاجي عزیزالله دین محمد ازادي راډیو ته وویل:
"د سولې د ولسي حرکت دغه هڅې د سولې لپاره ګټورې تمامېږي، خلکو ته د سولې پیغام رسوي او پهدې برخه کې دوی خپلو مسؤلیتونو ته متوجې کوي، دا ډول حرکتونه خلکو ته د سولې په اړه تمې او امیدونه پيدا کوي، د سولې د ولسي حرکت دغه اقدام ګټور دی."
ښاغلي دین محمد له ولسونو غواړي چې د سولې له ولسي حرکت سره مرسته وکړي، د دوی غونډو ته راټول شي او د سولې په اړه د دوی پروګرامونه واوري.
له دې وړاندې افغان حکومت په وار وار ویلي چې د افغانستان د سولې په اړه په نړیواله، سیمهییزه او ملي کچه اجماع رامنځته شوې او له وسلهوالو طالبانو یې غوښتي چې د سولې خبرو ته غاړه کېږدي.
د سولې د ولسي حرکت غړي وايي چې دوی به له ټولو افغانانو وغواړي چې له جګړې لاس واخلي او د خپل مسؤلیت مطابق د سولې لپاره کار وکړي.
راپور: رحمتالله افغان