د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۶

د سولې د ولسي حرکت پلی کاروان کندز ته ورسېد


د سولې د ولسي حرکت پلی کاروان نن د جمعې په ورځ کندز ته ورسېد او د کندز د ځوانانو، فرهنګیان او مېشتو ولسونو له خوا یې تود هرکلی وشو.

د دې کاروان د غړو په وینا چې افغان ولس له جګړې ستړي دي او دوی غواړي د دې حرکت له لارې نړیوالو ته د افغانانو د سولې غوښتنې پېغام انتقال کړي او دغه راز له نړیوالو غواړي چې نور د افغان د سولې د تأمین لپاره رښتينې هڅې وکړي.

د دغه کاروان مسؤل اقبال خېبر له رسنیو سره د خبرو پر مهال وویل:

"اساسي هدف مو دا دی چې خپلو هېوادوالو ته یې ورسوو چې په هېڅ صورت بهرنیان په افغانستان کې د دایمي سولې لپاره نیت نه‎لري، تر وسه- وسه کار کوي چې جګړه اوږده شي او د افغانستان ځبېښل غواړي، نو دا پیغام غواړو چې د افغانانو تر غوږو ورسوو او په پای کې افغانان میلیونې راټول شي او له امریکا وغواړي چې دغه روانه جګړه دې ودروه."

د ښاغلي خېبر په وینا چې په بغلان کې د ولسونو له تاوده هرکلي سره مخ شوي وو، خو بیا له بغلانه د دې ولایت د ډنډې غوري سیمې ته چېرې چې وسله‎وال طالبان واک لري تللي دي، خو هلته د طالبانو له تحقیر او توهین سره مخ شوي او سربېره پردې د دوی غونډه هم د طالبانو له‎خوا اخلال شوې ده.

په ورته وخت کې د سولې د پلي کاروان یو تن غړي بسم‎الله وطندوست رسنیو ته وویل چې دوی غواړي د مختلفو ولایتونو د ولسونو ترمنځ ورورولي او ملي یووالی لاټېنګ کړي او د هېواد د سولې او ثبات دښمنانو پر وړاندې یو موټی شي.

نوموړی وايي:

"موږ د جګړې پر ښکېلو خوا غږ کوو چې بهرنیانو ته دې پلمه سازي نه‎کوي او پر دوی دغه پلمه بنده کړي، ځکه امریکا خپل ولس ته وايي چې دوی ته پيسې راټولې کړي چې له ترورېزم سره مبارزه کوي، خو له بده مرغه امریکا چې د ترورېزم د له‎منځه وړلو په هدف کومې پیسې راټولوي هغه پر همدې جګړه لګول کېږي، د جګړې پر ځواکمنتیا لګول کېږي، ځکه چې د امریکا خصوصي ګټې په همدې جګړه کې نغښتې دي."

له دې سر سم د کندزیانو له‎خوا د سولې د پلي کاروان تود هرکلی وشو او سربېره پر دې د کندز مېشتو ولسونو د سولې پلی کاروان څخه یې خپل کلک ملاټر اعلام کړ.

د نوموړي ولایت دوو مدني فعالانو غلام حیدر حیدر او سید عبدالغفور هاشمي په دې اړه رسنیو ته وویل:

"موږ د کندز د ولسونو په استازیتوب د دوی هرکلی ته ورغلي وو او د کندز ټول ولسونو د خپل ټېنګ ملاټر له دوی اعلان کړ، ځکه ټول افغانان نور له جګړې ستړي شوي دي.

-کندزیانو له دې کاروانه خپل ملاتړ کوي او غواړو له دوی سره د وسله‎والو طالبانو سیمو ته ولاړ شو، څو د ولسونو غږ ورسوو او انشاءالله دا حرکت به مثبتې پایلې ولري."

د معلوماتو پربنسټ، د سولې دغه کاروان چې کابو درې میاشتې وړاندې له هلمنده را پیل شوی وو او تر کابل یې پلې لاره وهلې وه او بیا هلته یې هم د سولې د ټېنګښت لپاره د بېلابېلو سیاسي دفترونو پر وړاندې اعتراضي ناستې کړې وې، خو بیا یې له کابله تر کندز پلې لاره وهلې او دوی په افغانستان کې په جګړه کې له ښکېلو خوا غواړي چې نور جګړې ته د پای ټکې ږدي او د سولې د تأمینولو په برخه کې دې کوټلي ګامونه پورته کړي.

راپور: اجمل ارین-کندز

XS
SM
MD
LG