د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۹

ارزګان کې د لومړي ځل لپاره ښځو ته د امن کور پرانیستل شو


په ارزګان کې د لومړي ځل لپاره ښځو ته د امن کور د دې ولایت په امنیه قوماندانۍ کې د چهارشنبې په ورځ ناوخته پرانیستل شو.

چارواکي وايي، په دغه کور کې به هغه مېرمنې ساتل کېږي چې په کوم جرم تورنې وي او دوسیه‌يې تر څېړنې لاندې وي او یا هم له کوره تېښته کړې وي.

د دغه چارواکو په وینا چې اوس د پخوا په پرتله د ښځو پر وړاندې د جنايي پېښو کچه هم راکمه شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې به هغه ښځې چې کوم جرم به‌یې کړی وو او یا هم له کوره به تېښته کړې وه، د قومي مشرانو په کورونو کې به ساتل کېدې تر هغو چې دوسیه به‌یې څېړل کېده.

په دې اړه نور حال د ازادي راډيو د خبریال شریف‌الله شرافت په دې راپور کې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره‌یې اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:24 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG