د پاکستان صدراعظم عمران خان وايي، هېواد بهیې د سعودي عربستان او یمن ترمنځ د رامنځته شوې شخړې د اواري لپاره د منځګړي رول ولوبوي.
نوموړي همدا شان وویل چې سعودي عربستان پاکستان ته په پور د تېلو ورکولو په لړ کې پکېچ ورکړی چې له امله بهیې حکومت اوس له نړیوال وجهي صندوقه لږ پور واخلي.
خان دا څرګندونې د چهارشنبې په ورځ ناوخته خپل ولس ته په ټلوېزیوني وینا کې وکړې.
عمران خان پهخپله وینا کې د نورو مسایلو د یادونې تر څنګ د یمن او سعودي عربستان د رامنځته شوې شخړې په اړه وویل:
"په یمن کې د روانې جګړې له امله نهیوازې یمن او سعودي نارامه دي، بلکې ټوله اسلامي نړۍ ورسره نارامه ده. موږ هڅه کوو چې په دې لړ کې په څه نا څه د منځګړي کردار ترسره کړو او اسلامي هېوادونه سره رانږدې کړو."
عمران خان دا څرګندونې د سعودي عربستان په مرکز ریاض کې په نړیوال اقتصادي کنفرانس کې تر ګډون وروسته هېواد ته په راستنېدو کې کړې دي.
په پاکستان کې د حکومت تر جوړولو وروسته دا سعودي عربستان ته د عمران خان دوهم سفر و.
نوموړي پهدې سفر کې نهیوازې په ریاض کې په اقتصادي غونډه کې ګډون وکړ، بلکې له سعودي عربستان څخهیې د میلیاردونو ډالرو پور هم واخیست.
عمران خان ولس ته په وینا کې له سعودي عربستانه د میلیاردونو ډالرو پور اخیستل "زبردست پکېچ" وباله او ویېویل، حکومت بهیې اوس له نړیوال وجهي صندوق "IMF" لږ پور واخلي.
که څه هم د پاکستان نوي صدراعظم عمران خان تر ټاکنو مخکې پر پخوانیو حکومتونو سختې نیوکې کولې چې هر ځلیې په میلیاردونو ډالر پور اخیستی او ټینګار یې کاوه چې که ګوند یې حکومت ترلاسه کړ، نو په هېڅ صورت پور نهاخلي.
خو د روان کال په جولای میاشت کې د ټاکنو تر ګټلو او د حکومت تر جوړولو وروستهیې د کابینې د خزانې وزیر اسد عمر وویل:
"د هېواد اقتصادي وضعیت خراب دی او له نړیوال وجهي صندوقه او دوستو هېوادونو د پور له اخیستو پرته بله لار نهلري."
د یادونې وړ ده چې په پاکستان کې د اپوزېسیون ګوندونو له نړیوال وجهي صندوق او نورو هېوادونو څخه د پور اخیستو په لړ کې د عمران خان پر حکومت سختې نیوکې پیل کړې دي.