- وال سټریټ ژورنال
امريکايي ورځپاڼې وال سټریټ ژورنال پر نهو تنو طالبانو او ايراني متحدانو یې د امریکا د بنديزونو په اړه ليکلي دي.
د ورځپاڼې په وينا، دا بنديزونه ځکه ورباندې وضع شوي چې د امریکا ادارې دغه نهه کسان له يوې ترورېستي ډلې سره په مالي مرسته او روزنه تورن کړي دي.
په مقاله کې راغلي چې د طالب چارواکو تر څنګ د ايران د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران دوه افسران هم د کوچنيانو په ګډون د افغان جګړهمارانو په روزنه تورن دي.
د امریکا د ماليې وزارت چارواکو ويلي چې په امریکا او د ترورېزم د مالي منابعو په نښه کولو مرکز غړو هېوادونو کې د دغو کسانو شتمنۍ کنګل کېږي او له هغوی سره هر ډول سوداګري ممنوع اعلان شوه.
سعودي عربستان، بحرین، قطر، متحده عربي امارات، عمان او کوېت د دې مرکز غړي دي.
دا کسان چې ورباندې بنديزونه لګېدلي، دغو اوو هېوادونو ته سفر هم نهشي کولای.
وال سټريټ ژورنال د کارپوهانو له قوله لیکلي چې وايي د ترورېزم د مالي منابعو په نښه کولو د مرکز یو شمېر غړي هيوادونه د سیاسي ارادې يا ظرفیت د نشتوالي له کبله د دغو بنديزونو د عملي کولو په برخه کې له ستونزې سره مخامخ دي او د دغو بنديزونو د نتيجې اغېزمنتيا تر پوښتنې لاندې راولي.
- ډیپلومات خپرونې
ډیپلومات خپرونې د تلې د ۲۸مې په انتخاباتو کې د افغانانو ګډون ته کتلي چې په عين حال کې د امنيتي ستونزو او درغلیو د ادعاوو اندېښنې هم وې.
د خپرونې په وينا د شنبې او يکشنبې انتخابات په برياليتوب وشول او یو ځل بیا پر ډموکراسۍ اعتماد او ورته ژمنتيا د رأيو په ورځ په اثبات ورسېده.
په مقاله کې راغلي چې د رأی ورکولو د مرکزونو په ځنډ سره پر پرانيستل کېدلو سربېره انتخابات په برياليتوب سره وشول او د يکشنبې په ورځ هم په ځينو مرکزونو کې د رأی ورکولو فرصت وو.
ډیپلومات په عين حال کې د جګړهمارانو، سیاستوالو او اوسني پارلمان د غړو يادونه کړې چې په خپلو اولادو يې په انتخاباتو کې ګډون وکړ.
په فهرست کې د ولسمشرۍ د لومړي مرستيال عبدالرشيد دوستم، د اجرائيه رئیس عبدالله عبدالله، د اجرائيه رياست دوهم مرستيال محمد محقق، د حزب اسلامي د مشر ګلبدين حکمتيار، عبدرب رسول سياف او یو شمېر نورو جهادي مشرانو د زامنو نومونه ياد شوي دي.
ډیپلومات: د رأی ورکولو د مرکزونو په ځنډ سره پرانيستل کېدلو سربېره انتخابات په برياليتوب سره وشول.
ډیپلومات خپرونې ليکلي چې د نړيوالو تمویلوونکو لپاره په انتخاباتو کې د ښځو حقونه له لومړيتوبونو وو، خو تر اوسه دا ستونزه د افغانستان د حکومت او سياسي نظام لپاره یوه لویه ننګونه بلل کېږي.
افغان حکومت په پارلمان کې ۲۷ فيصده څوکۍ د ښځو لپاره ځانګړې کړي، خو خپرونه په مخکېني پارلمان کې د ښځو اهميت ته اشاره کوي او ليکي، هغو استازو د افغانستان د سترې محکمې لپاره لومړۍ ښځينه نوماندې ته د عدم اعتماد رأيې ورکړې وې.
ډیپلومات همداراز ۱۱ نوماند وزيرانو ته اشاره کړې چې د روان کال پر مهال پارلمان ته معرفي شول او يوازې يوې ښځينه نوماندې هم د اعتماد رأيې وانهخیستې.
مقاله ليکي، د افغانستان ولسي جرګې ته په نوماندانو کې ۶۴ فيصده نارینه او ۳۴ فيصده ښځې دي.
دوه فيصده څوکۍ يې کوچيان، سېکهان او هندوانو ته ځانګړې شوي.
د ډیپلومات په وينا، د دې اوونۍ انتخابات په ځينو دلايلو ډېر مهم وو او تر ټولو مهمه نکته همدا ده چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو په درشل کې د ولسي جرګې دا انتخابات د افغانستان لپاره د يوې ازموينې په معنی وو.
ټاکل شوې ده د ولسمشرۍ انتخابات په حمل مياشت کې شپږ مياشتې وروسته وشي.