ناټو تړون سبا ته په ناروې کې خپل تر ټولو پراخ پوځي تمرینونه چې ټریډنټ جنګچر یا د درې تېغو پیوستون نومول شوي پیلوي.
د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ نن په بروکسل کې خبریالانو ته وویل، دا یوه مهمه ورځ ده ځکه ناټو تړون له سړې جګړې راپه دې خوا خپل تر ټولو ستر پوځي تمرینونه کوي.
سټولټنبرګ وویل، ناټو له چا سره تقابل نهغواړي، خو دا تړون د هر ډول ګواښ پر وړاندې له خپلو غړو او متحدانو څخه دفاع ته چمتو دی.
نوموړي زیاته کړه:
"په ټرېډنټ جنګچر تمرینونو کې ۶۵ کښتۍ، ۲۵۰ الوتکې، ۱۰ زره پوځي وسایط او ۵۰ زره سرتېري ګډون کوي. د ناټو ټول ۲۹ غړي او متحدانيې سویډن او فنلنډ هم پهکې برخه لري."
د ناټو سرمنشي وايي، دا تمرینونه د دې تړون د توانمندۍ، یووالي او هوډ یوه غښتلې ننداره ده.
ینس سټولټنبرګ که څه هم د روسيې نوم یاد نهکړ، خو ویېویل چې د اروپا امنیتي چاپېریال په دې وروستیو کې خراب شوی دی او ناټو د ډلهییزې دفاع په تطبیق سره دې وضعیت ته ځواب ویلی دی.
د هغه په خبره دا پوځي تمرینونه په دوه پړاونو کې ترسره کېږي چې لومړی سبا پیل او د اکټوبر تر ۷ پورې او دوهمه مرحله بهيې د نومبر له ۱۳مې تر ۲۴مې دوام وکړي.
بل لور ته روسيې د ناټو لهخوا د پراخو پوځي تمرینونو پر وړاندې عکسالعمل ښودلی دی.
د روسيې دفاع وزیر سرګي شوېګو نن په بلاروس کې وویل، د روسيې پولو ته نږدې د ناټو عملیاتي او محاربوي تمرینونه مخ په زیاتېدو دي.
روسيې په ۲۰۱۷ میلادي کال له بلاروس سره یوځای په خپلو لوېدیځو سیمو کې چې د ناټو تړون د یو شمېر غړو هېوادونو پولو ته نږدې دي، د زیپد په نوم پراخ پوځي تمرینونه ترسره کړل.