د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۰ غویی ۱۴۰۵ کابل ۱۰:۱۵

په مزار شریف کې په لومړي ځل د انلاین ادرس موندنې سیستم «GPRS» فعالېږي

د مزار شریف د ښاروالۍ مسؤلان وايي چې ډېر ژر به د انلاین ادرس موندنې سیستم یا «GPRS» په‎دې ښار کې فعال کړي.

د مزار شریف ښاروال محمد نصیر عیني د چهارشنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل چې د هېواد په سطح به په لومړي ځل بلخ ولایت کې د انلاین ادرس موندنې سیستم د مزار شریف په شپږمه ناحیه کې فعال شي او تر درېیو راتلونکو کلونو به د ټول ښار په سطح وده ورکړل شي.

د ښاروال په خبره چې د مزار شریف په شپږمه ناحیه کې د انلاین ادرس موندنې د سیستم پر فعالېدو دوه میلیونه او ۵۴۸ زره افغانۍ لګښت راغلی دی.

محمد نصیر عیني په‎دې اړه وویل:

"په مزار شریف کې د ټول هېواد په سطح په لومړي ځل د انلاین ادرس موندنې سیستم فعالېږي، دا پروژه د اوس لپاره د مزار شریف په شپږمه ناحیه کې تطبیقېږي او په دوه یا درېیو کلونو کې به د ښار ټولو ناحیو ته وده وکړي."

د مزار شریف ښاروال محمد نصیر عیني
د مزار شریف ښاروال محمد نصیر عیني

د مزار شریف ښاروال وايي چې دا د انلاین ادرس موندنې لومړۍ تجربه ده چې د متحده ایالاتو د دولت د پراختیايي پروژې «USAID» له‎خوا یې مالي ملاتړ کېږي.

په عین وخت کې د مزار شریف اوسېدونکي هم په‎دې ښار کې د «GPRS» سیستم فعالېدو ته خوښ دي، خو وايي چې په‎دې برخه کې ځانګړې شوې بودجه باید په دقیق او شفاف توګه مصرف شي.

د مزار شریف دوه تنه اوسېدونکي په دې اړه وايي:

"احمد صمیم یم، د انلاین ادرس موندنې د سیستم فعالېدل خلکو ته ډېر سهولت رامنځته کوي. موږ هیله لرو چې دا پروژه په بشپړه توګه تطبیق شي او د نورو عام‌المنفعه پروژو په څېر نیمګړې پاتې نه‎شي، د دې پروژې پیسې باید دقیق او په حساب برابر مصرف شي."

"ابو ریحان یم، موږ دې ته خوشحاله یو چې په ښار کې مو د «GPRS» سیستم تطبیقېږي، ضرور ډېرې پیسې دې برخې ته ځاګړې شوي، هیله مو دا ده چې د ښاروالۍ مسؤلان او د دې پروژې تطبیق کوونکي دا بودجه حیف و میل نه‎کړي."

دا په‎داسې حال کې ده چې د مزار شریف ښاروالۍ مسؤلان وايي چې په ټول ښار کې د «GPRS» یا انلاین ادرس موندنې د پروژې تطبیق ۱۰۰ میلیونه افغانیو ته اړتیا لري چې ښاروالۍ يې د مساعدولو په هڅه کې ده.

راپور: مجیب‎الرحمن حبیب‎زی

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG