د ارزګان ولایت سلګونه خلکو نن پر مرکز اداري غږ وکړ چې په کندهار کې د تېري پنجشنبې ورځې هغه برید وڅېړي کوم چې جنرال رازق او د ملي امنیت رئیس او یو شمېر نور کسان پکې ووژل شوه او د والي په ګډون یو شمېر نور لوړ پوړي چارواکي پکې ټپيان شوه.
یادو کسانو وویل چې دغه برید د پلي ورهاخوا په پاکستان کې پلان شوی و اوغچ به ورڅخه واخلي.
دغه سلګونه کسانو یادې خبرې نن سې شنبه د جنرال رازق په فاتحه کې وکړې.
د جنرال عبدالرازق مړينه د هېواد لپاره په سياسي او امنیتي برخه کې لویه ضايعه بولي او له افغانانو غوښتنه کوي چې نور د پردیو په خوله ورور وژنه بس کړي.
په دې اړ د شریف الله شرافت راپور واورئ