د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزير عادلالجبیر نن سې شنبه ویلي چې هېواد يې د خاشقجي د قضيې په اړه بشپړو پلټنو ته ژمن دی چې په دې اړه ټول حقيقتونه راپورته شي.
سعودي عربستان ترکيې ته په دې اړه يو ټيم لېږلی چې د دې قضيې په اړه پلټنې وکړي.
دا چې دا ټيم ترکیې ته لېږل شوی دی، له ترکانو سره به يو ځای کار کوي، که يوازې؟
سعودي عربستان چې ترکيې تهیې يو پلټونکی ټيم لېږلی دی، هغه به له ترکانو سره يوځای کار کوي او په ګډه به د الجبیر په وينا، د خاشقجي د وژنې په اړه شواهد راټولوي.
عادلالجبیر دا خبرې په اندونيزيا کې دغه هېواد ته د رسمي سفر پر مهال یوې خبري غونډې ته وکړې.
ده ویلي، دوی ژمن دي چې بايد تحقيقات بشپړ وي او حقيقت افشا شي او هغوی چې د دې قضيې مسؤليت پر غاړه لري، باید مجازات شي.
ده وويل چې هېواد يې پر دې هم کار کوي چې دا کار بايد هېڅکله بيا تکرار نهشي.
سعودي عربستان خو مخکې ويلي وو چې خاشقجي د استانبول له قونسلګرۍ وتلی و، وروستهیې ځینې نورې خبرې وکړې، دا تشريحاتیې له څه ډول انتقادونو سره مخ شوي؟
سعودي عربستان د خاشقجي د وژل کېدو د تورونو د ردولو تر څنګ دا هم ويلي وو چې خاشقجي په استانبول کې د سعودي عربستان په قونسلګرۍ کې د فزيکي شخړې پر مهال مړ شوی دی، خو نړيوالو پر دغه خبره سخت انتقادونه وکړل.
د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د يکشنبې په ورځ د سعودي عربستان له شهزاده محمد بن سلمان سره ټيليفوني خبرې وکړې، خو ده وويل چې دی اوس هم د هغه څه په اړه ډاډه نهدی چې د دې وژنې اړوند ورته وويل شول.
ترکي چارواکو ويلي وو چې خاشقجي د سعودي په قونسلګرۍ کې دننه د دې هېواد د اجنټانو لهخوا وژل شوی او بدنيې ټوټې کړای شوی و.
د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان ويلي چې دی به د پلټنو نتايج نن سې شنبه د خپلې وينا پر مهال اعلان کړي.
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزير عادلالجبیر وويل چې د دې قضيې په تړاو ۱۸ کسان نيول شوي او شپږ لوړپوړي دولتي چارواکي له دندو ګوښه کړای شوي او پلټنې ورڅخه روانې دي.
د دوشنبې په ورځ الجبير د اندونيزيا له ولسمشر جوکو وېدودو سره وکتل، وېدودو د خاشقجي په قضیه کې د شفافو او بشپړو پلټنو غوښتنه وکړه.
خاشقجي له واشنګټن پوسټ سره خبريال او د سعودي عربستان د مشرتابه سخت منتقد و.
دی د اکټوبر په دوهمه په استانبول کې د عربستان قونسلګرۍ ته د ځينو اسنادو لپاره ورغلی و، خو بېرته نهو وتلی.