د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۵

ارګ: د سولې د مذاکراتو د پیل لپاره د افغان حکومت د نړیوالو شریکانو هڅې بې‌ساري دي


د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د سولې د بین‌الافغاني مذاکراتو د پیل لپاره د افغان حکومت او امریکا هڅې بې‌ساري دي.

افغان حکومت وايي، د بین‌الافغاني مذاکراتو د پیل لپاره د افغان حکومت او نړیوالو شریکانو، په تېره د امریکا هڅې جدي شوې دي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند محمد هارون چخانسوري د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د تلې ۳۰» ازادي راډیو ته وویل، که څه هم د سولې د خبرو په اړه تازه پرمختګ نه‌شته، خو حکومت هیله‌مند دی چې ډېر ژر له طالبانو سره مستقیم مذاکرات پیل شي.

محمد هارون چخانسوري
محمد هارون چخانسوري

​دی زیاتوي:

"کوم جدیت چې د سولې په پروسه کې موجود دی، حکومت او خلک‌یې په کلکه غواړي، د امریکا په ګډون د افغانستان ټول متحدین په جدي توګه کار کوي، دا کار بې‌سابقې دی، همکاران له افغان حکومت سره په همغږۍ کې د بین‌الافغاني مذاکراتو د پیل لپاره کار کوي، هیله‌مند یوو چې مثبته نتیجه ورکړي."

د ده په خبره، حکومت چمتو دی چې له طالبانو سره له پاکستانه پرته په هر ځای او هره کچه چې وي، مستقیمې خبرې وکړي.

هڅه مو وکړه چې د طالبانو نظر ولرو، خو بریالي نه‌شوو.

پخوا تر دې دغه تحریک ټینګار کړی چې له افغان حکومت سره به مذاکرات ونه‌کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد د افغانستان د سولې په هدف کابل، اسلام‌اباد، ریاض، قطر او دُبۍ ته سفرونه کړي دي.

ده له افغان حکومت او طالبانو وغوښتل چې د سولې د مذاکراتو لپاره پلاوی وټاکي.

ښاغلي خلیل‌زاد په دغو سفرونو کې د طالبانو له استازو سره لیدلي چې طالبانو او د افغانستان د سولې عالي شورا تأیید کړي دي.

د سیمې هېوادونو ته د خلیل‌زاد له سفره وروسته، له طالبانو سره مستقیمو مذاکراتو ته هیلې زیاتې شوې دي.

د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم د یکشنبې په ورځ ویلي چې حکومت باید اجازه ورکړي چې له طالبانو سره مستقیمې خبرې وکړي.

جنرال دوستم
جنرال دوستم

ده ویلي، د طالبانو په ژبه ښه پوهېږي او دواړه یو بل هم ښه پېژني.

ښاغلي دوستم دا هم ویلي، د ولسمشرۍ ماڼۍ د مرستیالۍ څوکۍ ورته ارزښت نه‌لري، بلکې مهمه ورته په هېواد کې د جنګ پای ته رسېدل دي.

په ورته وخت کې د افغانستان د سولې عالي شورا مرستیال حاجي عزیزالله دین محمد وايي، امریکايي چارواکي دا هڅه کوي چې افغان حکومت له طالبانو سره په مستقیمو مذاکراتو کې شامل شي.

عزیز الله دین محمد
عزیز الله دین محمد

​دی وایي:

"خلیل‌زاد هڅې کوي چې په دغو مذاکراتو کې افغانستان یا افغان دولت شامل شي، د افغانستان له لوري به یو مذاکراتي ټیم جوړ او رسمي او د ټولو په ګډون رسمي مذاکرات پیل شي."

ځیني افغان پوهان له دې ډلې ودیر صافی په دې باور دی چې تر هغې چې د پاکستان غوښتنې ونه‌منل شي، له طالبانو سره مستقیمې خبرې نه‌شي پیلېدی.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG