د افغانستان د فوټبال غوره لیګ سیالیو په لومړۍ نیمه پایلوبه کې نن شاهین اسمايي او میوند اتلان په خپلو کې د سیالۍ ډګر ته وځي.
دغه سیالۍ د افغانستان پر وخت ۵ بجې ۳۰ دقیقې د کابل د فوټبال په لوبغالي کې پیلېږي.
په دې دواړو لوبډلو کې چې هرې لوبډلې لوبه وګټله پایلوبې او بایلونکې لوبډله به د درېیم مقام لپاره جنګېږي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون د خپرونو مسؤل شفیع شاداب نن ازادي راډيو ته وویل چې د دغه سیالیو دوهمه نیمه پایلوبه به سبا د سې شنبې په ورځ د اباسین څپې او توفان هریرود لوبډلو ترمنځ ترسره شي.
د ده په وینا د دغه سیالیو د پایلوبې لپاره د روانې اوونۍ د پنجشنبې ورځ تاکل شوې ده.