د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۹:۵۵

ځيني ګوندونه او جریانونه: د ټاکنو بهیر له ستونزو او بې‌شمېره درغلیو سره مخ و

د افغانستان یو شمېر سیاسي ګوندونه او جریانونه په انتخاباتو کې د خلکو له بې‌ساري ګډونه هرکلی کوي، خو وايي چې دغه بهیر له ستونزو او بې‌شمېره درغلیو سره مخ و.

د افغانستان سیاسي ګوندونو او جریانونو د تلې په ۲۸مه د رأی اچونې په بهیر کې د رأی ورکولو مرکزونو په ځند او د زیات شمېر مرکزونو نه‌پرانيستل کېدل یو پلان شوی عمل یاد کړ او په دې بهیر کې يې رامنځته شویو ستونزو ته د انتقاد ګوته ونيوله.

دغو جریانونو د دوشنبې په ورځ د یوه خبري کنفرانس پر مهال د یوه پرېکړه‌لیک په خپرولو سره وویل چې تکراري او له بایو مټریک پرته کارول شوې رأیې باید باطلې اعلان شي.

د افغان ملت ګوند عمومي منشي ډاکتر نادر حساس د پرېکړه‌لیک یوه برخه ولوسته چې په‌کې راغلي وو:

"په ډېرې خواشینۍ سره باید ووایو چې د ټاکنو لړۍ په ټول هېواد کې له ستونزو او بې‌شمېره درغلیو سره ترسره شوه چې د انتخاباتو بهیر يې د روڼتیا، مشروعیت او اعتبار له پلوه تر سختو پوښتنو لاندې راوستی دی، زموږ غوښتنه دا ده چې تکراري رأیې باید باطلې اعلان شي او په هغو مرکزونو کې چې بایو مټریک سیستم نه‌دی کارول شوی، رأیې یې د منلو وړ نه‌دي."

دوی همدا شان وویل، د رأی ورکولو په ډېرو مرکزونو کې څارونکو ته د څارنې اجازه نه‌ده ورکړل شوې او په یادو مرکزونو کې حاکمیت له زورواکو سره پاتې شوی.

دغو ګوندونو همدارنګه وویل چې ډېر ژر به د هېواد ملي ګټو ته په پام او ولس سره له سلا مشورو وروسته د ۱۳۹۷ لمریز کال د ولسي جرګې د ټاکنو په تړاو خپل ګډ دریځ څرګند کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د انتخاباتو د څار یو شمېر بنسټونو هم په روان بهیر کې یو شمېر ستونزو ته اشاره کړې ده.

دغو بسټونو ویلي چې د رأی ورکونې له بایو مټریک سیستم سره د یو شمېر انتخاباتي کارکوونکو نه‌‌بلدتیا، د ځینو رأی ورکوونکو د نوملړ ګډوډېدو، امنیتي ګواښونو او بریدونو د انتخاباتو په وړاندې لویې ستونزې جوړې کړې وې.

خو د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د سیاسي ګوندونو او جریانونو دغه نيوکې نه‌مني او وايي چې په ۹۲ سلنه مرکزونو کې بایو مټریک سیستم کارول شوی.

د دغه کمېسیون مرستیال ویاند عزیز ابراهیمي د دغو ګوندونو د نيوکو په تړاو وویل:

"د رأی ورکونې په اکثرو محلونو کې بایو مټریک سیستم کارول شوی او موږ ویلی شو چې ۹۲ سلنه رأیې د بایو مټریک پر اساس وې، خو سیاسي ګوندونه او څارونکي ټول دا حق لري چې خپل شکایتونه له شکایتونو کمېسیون سره ثبت کړي، تر څو هغوی خپلې څېړنې وکړي."

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون مشر ګلاجان عبدالبدیع صیاد هم ‌‌ډاډ ورکړی چې په هغو مرکزونو کې چې زورواکو د بایو مټریک د نه‌‌کارولو هڅې کړي، صندوقونه به‌‌یې په دقیقه توګه وڅېړل شي او بیا به باطل اعلان شي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، له ټولو ګواښونو او ستونزو سره سره بیا هم شااوخوا څلور میلیونه کسانو د ولسي جرګې په انتخاباتو کې رأیې وکارولې.

د ولسي جرګې په سږنیو انتخاباتو کې دوه نیم زره کسانو ځانونه کاندید کړي وو چې خلکو له غزني او کندهار پرته په ۳۲ ولایتونو کې رأیه وکاروله.

د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون ویلي چې دوی سره زرګونه ټاکنیزې سرغړونې ثبت شوي او ډېر ژر به د څېړنو پروسه پیل او سرغړوونکي به مجازات شي.

راپور: ناجیه ساپۍ

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG