د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۲

شکایتونو کمېسیون وايي، نېږدې ۵ زره ټاکنیزې سرغړونې ثبت کړي


د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو له کمېسیون سره نېږدې پنځه زره ټاکنیزې سرغړونې ثبت شوې دي.

د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون پر خلکو غږ کوي چې د رایې ورکونې په بهیر کې هر ډول سرغړونې او انتخاباتي جرایم تر راتلونکو ۴۸ساعتونو پورې له دوی سره ثبت کړي.

دغه کمېسیون وايي چې وروسته به دغو سرغړونو او شکایتونو ته د رسیدنې پروسه په جدې ډول پیل شي.

د دغه کمېسیون غړي او ویاند علي رضا روحاني د یکشنبې په ورځ خبرې کنفرانس ته وویل، د دوی استازي په ټولو انتخاباتي مرکزنو کې موجود دي او خلک کولای شي چې د ټولو ولایتي دفترونو له لارې خپل شکایتونه ثبت کړي.

نوموړي وویل چې تراوسه له دوی سره زرګونه ټاکنیزې سرغړونې ثبت شوي چې تر ډېره له کابل نه دي.

نوموړي زیاته کړه:

"زموږ سره زرګونه ستونزې او شکایتونه ثبت شوي دي چې یوه برخه کې د رایې ورکونې بهیر ته د څارونکو نه پرېښودل دي، زموږ پرېکړې وروسته کېږي چې مجازات به هم ولري، زموږ غوښتنه له خلکو څخه دا ده چې هر وګړی د یو څارونکي حیثیت لري، موږ ته دقیق راپور راکړي، ټولو ته به رسېدنه وشي."

په مرکزونو کې د رایې ورکوونکو د نوم لړ نشتوالی، په ځینو سیمو کې د بایومټریک ماشینونو کار نه کول، په یو شمېر انتخاباتي مرکزونو کې د مامورینو نشتوالی او یو شمېر نورې تخنیکي مسئلې د دې لامل شوي چې ډېری خلک له انتخاباتي شکایتونو کمېسیون سره خپل شکایتونه ثبت کړي.

دغه شکایتونه حتا د دې لامل شول چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د رایې ورکونې بهیر دوېمې ورځې ته وغځوي.

که څه د ټاکنو د دویمې ورځې د رایې ورکونې له بهیر څخه هم ځيني شکایتونه مطرح شوي خو د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون وايي، خلک باید په دې اړه موثق راپورونه له یاد کمېسیون سره شریک کړي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون هم په دغه پروسه کې یو شمېر ستونزې مني، خو وايي چې هغه مرکزونه چې په ځنډ پرانيستل شوي، په دوېمه ورځ پکي خلکو رایه ورکړه.

د انتخاباتو د څار یو شمېر بنسټونه هم په روان بهیر کې یو شمېر ستونزو ته په اشارې سره د انتخاباتو کمېسیون ته ګوته نیسي او پړ یې ګني.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو یا فیفا اجرائیوي رئیس یوسف رشید ازادي راډيو ته وویل، دوی له وړاندې دغه ستونزې پېشبیني کړې وي، خو چا يې خبرو ته غوږ نه نیوه.

نوموړي دغه شان وویل چې د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون دنده لري چې شکایتونو ته په پوره شفافیت رسېدنه وکړي ترڅو عدالت تامین شي:

یوسف رشید
یوسف رشید

"موږ په دې پوهېږو چې له بده مرغه په دې بهیر کې ډېرې ستونزې وې او واک د کمېسیون له لاسه وتی و، که چېري بهیر هم اوږدېږې زموږ غوښتنه داده چې عدالت تامین شي، له شکایتونو کمېسیون څخه زموږ غوښتنه داده چې ټولو خواوو ته ځواب ورکوونکی وي."

دی دغه شان، د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون په پرې توب ټينګار کوي او وايي چې د خلکو ټولو شکایتونو، اعتراضونو او راپورونو ته باید په دقت رسېدنه وکړي.

د یادونې ده چې د افغانستان د ولسي جرګې په انتخاباتو کې نېږدې ۹ میلیونه د رأی ورکولو په شرایطو برابر افغانانو، نومونه ثبت کړي وو چې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون په وینا د شنبې ورځې په انتخاباتو کې له درې میلیونه زیاتو وګړو رایې ورکړي دي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د انتخاباتو وروستۍ پایلې به د روان لمریز کال په قوس میاشت کې اعلان شي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG