د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۰

په کندز کې د وسله والو تحرکاتو او د هاوان مرمیو ۷ کسان وژلي او ۷۰ ټپیان دي


په کندز کې د وسله والو طالبانو د مسلحانه تحرکاتو او د هاوان مرمیو له کبله څه باندې ۷۰ تنه ټپیان شوي دي.

په کندز کې تېره ورځ د ولسي جرګې د ټاکنو له پیل سره وسله والو طالبانو د ښار په نېږدې څنډو او د دې ولایت پر ولسوالیو خپل مسلحانه تحرکات پیل کړي وو او دغه راز د کندز ښار د دغې ډلې د لسګونو ويشتل شویو هاوانونو شاهد هم و.

په ورته وخت کې د کندز د حوزوي روغتون مشر ډاکټر محمد نعیم منګل وايي چې دغه روغتون ته تراوسه ۷۰ ټپیان او ۷ مړي را انتقال شوي چې د یوشمېر کسانو روغتیايي حالت نازک ښودل شوی دی.

نوموړي زیاته کړه:

"په خواشینۍ سره باید ووایم چې تېره ورځ د کندزیانو لپاره یوه خونړۍ ورځ وه او دغه شمېر چې ما تاسو ته وویل، د جنګ له کبله ټپیان شوي وو او په دې ارقامو کې ښځې، ماشومان، ځوانان، سپین ږيري او پوځيان شامل دي."

بل خوا د کندز د ولایتي شورا غړي امرالدین ولي، د دې ولایت سیمه ییز چارواکي د امنیت په راوستو کې پاتې بولي او وايي چې د چارواکو د نه پاملرنې له کبله د ولسي جرګې د ټاکنو په ورځ خلکو ته مرګ ژوبله واوښته.

دی وایي:

"تېره ورځ امنیتي وضعیت ډېر خراب و، خو د امنیتي ګواښو سره سره د ولسواکۍ د پیاوړتیا او د نظام د ملاټر په خاطر خلک د قربانۍ په منلو سره بیا هم ټاکنیزو مرکزونو ته ولاړل او خپلې رأيې وکارولې."

له دې سره سم د کندز د والي مرستیال حشمت الله رحیمي عرضبیګي بیا وايي چې د وسله والو طالبانو د مسلحانه تحرکاتو سره سره بیا هم خلکو په پوره قوت سره د ولسي جرګې په ټاکنو کې برخه واخیسته او خپلې رأيې یې وکارولې.

ده وویل:

"یوه اندازه امنیتي ګواښونه موجود وو او طالبانو غوښتل چې دغه پروسه ګډه وډه کړي، خو د دغو مشکلاتو په شتون سره بیا هم خلکو په ټاکنو کې برخه واخيسته او خپلې رأيې یې وکارولې."

بل خوا په کندز کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د ولایتي دفتر رئیس محمد رسول عمر وايي چې د دې ولایت لپاره ۲۲۰ تاکنیز مرکزونه منظور شوي وو، خو د امنیتي ګواښونو له کبله نور ټول تړلي دي او یوازې ۸۶ ټاکنیز مرکزونه فعال وو چې له دې شمېر څخه تېره ورځ یوازې په ۹ مرکزونو کې د لوړو امنیتي ګواښونو له کبله ټاکنې نه دي ترسره شوي او په پاتې ټولو مرکزونو کې ټاکنې ترسره شوې.

ده زیاته کړه:

"په امام صاحب ولسوالۍ کې په ۴ مرکزونو کې، په اقتاش کې په دوو مرکزونو او په چهاردرې کې هم په دوو مرکزونه کې د امینتي ګواښونو له کبله ټاکنې نه دي شوي او تراوسه پورې مواد هم هلته نه دي انتقال شوي او یوازې په علي اباد کې په یوه مرکز کې به نن یکشنبه ټاکنې وشي او پاتې ۸ مرکزونو کې که امنیت تامین شي، ښايي ټاکني ترسره شي او که امنیت تامین نه شي نو نه ترسره کېږي."

په کندز کې د ولسي جرګې ټاکنې په داسې حال کې ترسره شوې چې تېره ورځ وسله وال طالبان د کندز ښار پر شااوخوا سیمو سربېره، د دې ولایت د ولسوالیو په نېږدې څنډو کې هم خپل مسلحانه تحرکات پیل کړي وو او دغه راز د کندز ښار بېلابېلې سیمې هم د دغې ډلې د لسګونو هاوان مرمیو شاهد هم و چې له کبله یې لسګونو کسانو ته پکې مرګ ژوبله واوښته او دغه راز د دغو تحرکاتو له کبله، له درې ورځو راهیسې د کندز – تخار لویه لاره هم د ټرافیکو پرمخ تړلې ده چې د خلکو پر وړاندې یې ډېرې ستونزې زېږولې دي.

راپور: اجمل ارین

XS
SM
MD
LG