د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۷

راپورونه: په کابل کې یوې انتحاري حملې لږ تر لږه ۱۵ تنه وژلي


راپورونه وایي، په کابل کې یوې چاودنې لږ تر لږه پنځلس تنه وژلي دي.

د آزادي راډیو خبریال وایي، دا پېښه د کابل په اولسمه امنیتي حوزه د خیرخانې په کوتل کې د رای اچونې یوه مرکز ته نژدې شوې ده.

د جرمني ډي پي اې اژانس د افغانستان د کورنیو چارو وزات د ویاند مرستیال نصرت رحیمي له قوله ویلي چې په دغه چاودنه کې ۱۵تنه وژل شوي او ۶۰ تنه ټپیان شوي.

په وژل شویو کې اته تنه پولیس ښودل شوي.

پر همدې مهال د کابل د پولیسو ویاند بصیر مجاهد وايي یوه انتحاري د پولیسو لخوا تر پېژندلو وروسته ځان ته چاودنه ورکړې.

رویترز خبري آژانس هم د یوه لوړ پوړي امنیتي چارواکي په حواله چې نوم یې نه دی ښودلی راپور ورکړی چې لس ملکي وګړي او پنځه پولیس افسران هغه مهال وژل شوي چې یوه برید کوونکوي غوښتل د رای ورکولو یوه مرکز ته ننوځي.

دا تر ټولو خونړۍ پېښه بلل شوې د نن ورځې په اوږدو کې په کابل او نورو ښارونو کې شوې ده.

تر اوسه د دې پېښي مسؤلیت چا نه دی منلی.

XS
SM
MD
LG