د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۵

سعودي ته د خاشقچي په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ خبرداری!


د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي، که د سعودي خبریال جمال خاشقچي د لادرکه کېدو په قضیه کې د سعودي چارواکو لاس لرل ثابت شي، نو پرضد به یې جدي اقدامات وشي.

له ولسمشر ټرمپ څخه پوښتنه وشوه چې د سعودي چارواکو پر وړاندې سخت اقدامات به څه ډول وي، ده په ځواب کې وویل چې دا اقدامات به ډېر جدي وي، خو ګورو به چې څه کېږي.

البته پرون له دې مخکې د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس وویل چې نړیوال د خاشقچي د پېښې په اړه ځواب غواړي.

مایک پنس
مایک پنس

پنس زیاته کړه چې په دې قضیه کې دخیل کسان باید ځواب ووايي.

د راپورونو له مخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو په روانه اوونۍ کې ریاض ته د سفر پرمهال سعودي ولیعهد محمد بن سلمان ته چې خاشقچي به تل په خپلو لیکنو کې انتقادونه پرې کول، خبرداری ورکړ چې د دې هېواد د راتلونکي رهبر په توګه د هغه اعتبار په خطر کې دی.

پامپیو چې د خاشقچي د قضیې په اړه د خبرو لپاره ترکیې او سعودي عربستان ته سفرونه وکړل، وویل چې سعودي چارواکو ته باید څو نورې ورځې وخت هم ورکړل شي، څو د امریکا له احتمالي پرېکړې مخکې په دې اړه علني او باوري تحقیقات وکړي.

ولسمشر ټرمپ دا خبرداری په داسې حال کې ورکوي چې سپینې ماڼۍ د خاشقچي د قضیې په اړه خپل دریځ کلک کړی دی.

سپینې ماڼۍ پرون اعلان وکړ چې د خزانې وزیر سټیفن منوچین به په سعودي کې د پانګونې په نړیوال کنفرانس کې چې راتلونکې اوونۍ په ریاض کې جوړېږي، ګډون ونکړي.

دا پرېکړه وروسته له هغه وشوه چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د سعودي عربستان او ترکیې له سفره تر راستنېدو وروسته منوچین او ولسمشر ډونالد ټرمپ ته د خاشقچي د قضیې په اړه معلومات ورکړل.

منوچین له دې کتنې وروسته پر ټوېټر په یوه مختصر پیغام کې ولیکل چې ده او ولسمشر ټرمپ په ګډه په دې کنفرانس کې د ده د نه ګډون پرېکړه وکړه.

منوچین په دې اړه نور توضیحات نه دي ورکړي، خو فرانسې او بريتانیا چې د متحدایالاتو ترڅنګ پر سعودي عربستان د وسلو لوی پلورونکي دي، هم د خاشقچي د قضیې په اړه خپله اندېښنه په ډاګه کړه او د ریاض په غونډه کې یې خپل ګډون لغوه کړ.

خاشقچي چې د سعودي د رژیم د سرسختو منتقدانو له ډلې و، وروستی ځل د اکتوبر په ۲مه په داسې حال کې لیدل شوی چې په استانبول کې د سعودي عربستان قونسلګرۍ ته ننوت.

ترکي چارواکي وايي، نوموړی د یوې ځانګړې ډلې له خوا چې له ولیعهد محمد بن سلمان سره اړیکي لري او استانبول ته له ریاض څخه استول شوې وه، د سعودي په قونسلګرۍ کې دننه وژل شوی او بیا ټوټې ټوټې شوی.

د سعودي عربستان حکومت دا ادعاوې رد کړي، خو نه دي یې ویلي چې اصلي پېښه څه ده.

XS
SM
MD
LG