د کابل پکتیا کوټ کې د رأی ورکولو مرکز لا نهدی پرانېستل شوی.
د پکتیا کوټ په سيمه کې ۰۷:۲۰ دقیقې هم مرکز نهو پرانیستل شوی، خو بیا هم خلک کتار ولاړ دي او له نورو افغانانو غواړي چې په دغه پروسه کې برخه واخلي.
د کندز د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون چارواکي وايي چې د دغه ولایت په امام صیب ولسوالۍ کې یو انتخاباتي سایټ له ټولو موادو سره یو ځای وسله والو طالبانو له ځانه سره وړی دی.
په ولایت کې د ازادي راډيو خبریال وايي، لا معلومه نه ده چې دغلته وسله والو طالبانو د یاد انتخاباتي مرکز کارکوونکي هم له ځانه سره وړي دي کنه.
ویل کېږي چې د کندز ښار په بېلابېلو سیمو د هوانونو حملې هم شوي چې د مرګ ژوبلې په اړه يې لا معلومات نشته.
د ازادي راډيو خبریال وايي، تر اوسه په دغه پروسه کې د خلکو ګډون کمرنګه دی، خو هیله مندي شته چې د ورځې په اوږدو کې به د رأیې اچونې بهیر ګړندی شي.
د کندز لپاره د رأیې اچونې ټول ۲۲۰ مرکزونه تثبیت شوي وو چې په سیمه کې د ازادي راډيو د خبریال په وینا، یوازې ۶۸ يې خلاص دي او نور د ناامنۍ له امله تړل شوي دي.