د فراه والي محمد شعیب ثابت وايي چې د امنیتي ننګونو سره سره په فراه کې دومره رأیې ورکوونکي د رأیو ورکونې لپاره راوتلي چې کنټرول یې ستونزمن دی.
نوموړی وايي چې په یو شمېر سیمو کې وسله والو ډزې کړي، خو د رأیې ورکونې ټول مرکزونه فعال دي او د ټاکنو بهیر روان دی.
له نوموړي سره په دې د ازادي راډيو خبریال محبوب شاه محبوب مرکه کړې چې د لاندې لېنک پخ کېکاږلو یې اورېدای شئ:
په لغمان کې انتخاباتي بهیر او ددې ولایت له والي محمد اصف ننګ سره مرکه
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن په انتخاباتو کې له رأی ورکولو وروسته له خلکو وغوښتل چې رأی ورکړي.
ده همدا راز وویل، د انتخاباتو کمېسیون چمتو دی چې یوه اوونۍ وروسته په کندهار کې انتخابات ترسره کړي.
د انتخاباتو خپلواک کمېسیون رئیس ګلاجان عبدالبدیع صیاد د یوه خبري کنفرانس په ترڅ کې وویل، د رأی ورکونې د هغو مرکزونو وخت سبا ته وغځول شو چې تر نن ۰۱:۰۰ بجې بند پاتې ول.
ښاغلي صیاد زیاته کړه چې دوی دغه فیصله د رهبرۍ پلاوي په موافقه کړې د ۳۶۰ بند پاتې مرکزونو شمېر ۳۶۰ ته رسېږي.
دغهراز د دوی په وینا د نن ورځې د رأی ورکونې بهیر به د شپې تر ۰۸:۰۰ بجو دوام وکړي.