۱۰:۲۰ له غرمې مخکې:
په داسې حال کې چې لا هم د کابل او یو شمېر ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې انتخاباتي مرکزونه د رایه اچونکو پرمخ نه دي خلاص شوي د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي د دغه ځنډ جبران به وکړي.
خو دا چې په کوم شکل به د نږدې درې ساعتونو د ځنډ جبران کېږي څه نه دي ویل شوي.
د دغه کمېسیون رئیس ګلاجان عبدالبدیع صیاد څو شېبې وړاندې په یو خبرې کنفرانس کې وویل چې هېڅ افغان چې غواړي خپله رایه استعمال کړي د رایه اچونې له حقه به بې برخې نه شي.
ټاکل شوې وه چې د سهار په اووه بجو د کابل په ګډون په ټولو ولایتونو کې د رایې اچونې بهیر پیل شي خو لا هم په یو شمېر سیمو کې د بېلابېلو ستونزو له امله د رايې اچونې مرکزونه بند دي.
راپورونه وايي چې په ځینو سیمو کې رایه اچونکي تر دوه ساعتونو انتظار وروسته بېرته خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.
له بلخ ولایت څخه د ازادي راډیو خبریال مجیب حبیب زی د انتخاباتو له بهیره ژوندی راپور وړاندې کوي.