د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۸

پاکستان له استرالیا د کرکټ د ټېسټ لوبو لړۍ وګټله


د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې د جمعې په ورځ په ابوظبۍ ښار کې د استرالیا د کرکټ ملي لوبډلې ته په ۳۷۳ منډو ماته ورکړه وګټله.

د استرالیا او پاکستان د کرکټ ټیمونو ترمنځ د ۲ ټیسټ لوبو د لړۍ دوهمه لوبه د شنبې په ورځ پیل وشوه چې پاکستان پکې د پچې تر ګټلو وروسته لومړی د توپوهنې پرېکړه وکړه.

د پاکستان لوبغاړو په خپلې لومړۍ پاړۍ کې د ۱۰ لوبغاړو په سوځېدو، د اوپنر فخر زمان او کپټان سرفراز احمد د ۹۴ـ۹۴ منډو پر مټ ۲۸۲ منډې جوړې کړې.

که څه هم د پاکستان لوبډلې په خپل لومړي اننګړ کې استرالیا ته د ډېرو منډو هدف نه و ورکړی، خو د استرالیا ټول لوبغاړي یې یواځې د ۱۴۵ منډو په جوړولو وسوځېدل.

په پاکستانيو بالرانو کې محمد عباس ۵، بلال اصف ۳ او یاسر شاه په لومړي اننګز کې د استرالیا ۱ لوبغاړی وسوځول.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان د کرکټ ملي لوبډله دا مهال د عرب اماراتو په دوره ده، چېرته چې د استرالیا او سویلي افریقې د کرکټ له ټیمونو سره د ټېسټ، شل اوریزو او یو ورځنیو لوبو لړۍ لري.

XS
SM
MD
LG