د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۲

امنیتي بنسټونه د شنبې د ورځې د انتخاباتو د امنیت د ټينګښت ډاډ ورکوي


د افغانستان د کورنیو چارو او دفاع وزارتونه د شنبې د ورځې د انتخاباتو د امنیت د ټينګښت کلک ډاډ ورکوي.

که څه هم په هېواد کې روانې نا امنۍ د انتخاباتو د ترسره کېدو په وړاندې يوه لویه ننګونه ګڼل کېږي، خو دغه وزارتونه ډاډ ورکوي چې د انتخاباتو د امنیت د ټینګښت لپاره یې کلک امنیتی تدابیر نیولي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د شنبې د ورځې انتخابات به له امنیتي پلوه په يوه ډاډمنه فضا کې ترسره شي.

نصرت رحیمي
نصرت رحیمي

دی وایي:

"د رأیې ورکونې په ټولو مرکزونو او محلونو کې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي، ټول امنیتي او دفاعي ځواکونه او کشف او استخبارات په خپلو دندو کې دي او امنیتي ستونزې به نه وي، موږ تاسو، د انتخاباتو خپلواک کمېسيون او خلکو ته ډاد ورکوو چې امنیتي او دفاعي ځواکونه به له ټولو امکاناتو په استفادې د خلکو د غوښتنو سره سم، د انتخاباتو امینت ټینګ کړي."

ښاغلی رحیمي وايي، په تېرو انتخاباتو کې چې له امنیتي پلوه کومې تشې موجودې وې، هغه ارزول شوي او لازمه پاملرنه ورته شوې ده.

که څه هم افغان امنیتي اراګانونه ډاډ ورکوي چې د انتخاباتو امنیت به په هر قیمت چې وي، نیسي یې، خو د نا امنیو پراختیا او د انتخاباتي کمپاینونو پر مهال د څو تنو کاندیدانو وژل کېدو جدي اندېښنې پیدا کړې دي.

مخکې تر دې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت هم ویلي چې د جدي امنیتي ګواښونو له کبله به په ۱۹ ولسوالیو کې انتخابات تر سره نه شي، هغه موضوع چې په افغانستان کې د نا امنیو په شدت د تائید ټاپه لګوي.

له دې وړاندې وسله والو طالبانو هم ګواښ کړی چې په افغانستان کې به د ولسي جرګې د انتخاباتو د ترسره کېدو مخه ونیسي.

خو د افغانستان د دفاع وزارت ویاند غفور احمد جاوید ازادي راډيو ته وویل چې د ملي دفاع وزارت ځمکني او هوايي ځواکونه د انتخاباتو د امنیت ټینګښت ته پوره چمتووالی لري.

غفور احمد جاوید
غفور احمد جاوید

نوموړي وویل:

"د افغانستان دفاع وزارت د نورو امنیتي بنسټونو سره په همغږۍ، پوره چمتووالی لري، د دفاع وزارت ځمکني او هوايي ځواکونه د ټاکنو د ورځې د خوندیتوب او امنیت لپاره چمتو دي او په دې برخه کې اقدامات شوي هم دي او کېږي به هم."

د افغانستان د ولسي جرګې انتخابات د شنبې په ورځ ترسره کېږي او د انتخاباتو خپلواک کمېسیون هم ویلي چې د دغو انتخاباتو لپاره ټولې تیارۍ نیول شوې دي.

خو له دې ټولو سره سره د پوځي چارو کارپوه کابل خان تدبیر بیا وايي چې د انتخاباتي کمپاینونو پرمهال بریدونو وښوده چې د انتخاباتو په وړاندې ناامني يوه جدي ننګونه ده.

نوموړی له امنیتي مسؤلینو غواړي چې په دې برخه کار اهل کار ته وسپاري او په امنیتي بنسټونو کې همغږۍ ته پاملرنه زیاته کړي.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG