د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۵

په نړيواله سطحه د نشه يي موادو د تهديد د مخنیوي لپاره یوه ستراتیژي جوړېږي


د ملګرو ملتونو له جرمونو او نشه يي موادو سره د مبارزې ادارې په ستراتيژيکو فعاليتونو لاس پورې کړی دی.

د دې فعاليتونو هدف دا دی چې په نړيواله سطحه د نشه يي موادو د تهديد مخه ونيول شي.

د ملګرو ملتونو له نشه يي موادو او جرمونو سره د مبارزې اداره به د تېرو لسو کلونو د پروګرامونو تر ارزولو وروسته، له نشه يي موادو سره د مبارزې لپاره يوه جامع او نړيواله ستراتيژي جوړه کړي.

د ملګرو ملتونو له نشه يي موادو او جرمونو یا (UNODC) ادارې استازي مارک کولن د افغان دولت له نشه يي موادو سره د مبارزې سیمه ییزې ستراتېژۍ د ارزونې په غونډه کې وویل، د نشه يي موادو پر وړاندې د ستراتیژیکو فعالیتونو پروکرام یا سارټو (SARTO) درې عمده هدفونه لري.

دی وایي:

"(UNODC) یوه طرحه جوړه کړې چې هدف یې په نړۍ کې د نشه يي موادو له ګواښونو سره مبارزه ده، دا یوه عملي او د بدلون وړ طرحه ده چې پر دې بنسټ به ملي هدفونه تر لاسه، له نشه يي موادو سره د مبارزې سیمه ییز میکانیزمونه جوړ او عملي شي، دغه ډول به له نشه يي موادو سره د مبارزې د سیمه ییزو او نړیوالو پروګرامونو ترمنځ همغږي هم رامنځته شي، کوم بدلونونه چې موږ یې له نشه يي موادو سره په مبارزه کې غواړو، هغه بدلونونه یو هېواد په یوازي ځان نه شي را وستلای، بلکې د داسې هدفونو تر لاسه کول په نړیوالو پروګرامونو کې اصلاحات غواړي."

(UNODC) خبرداری ورکوي چې په نړۍ کې د کوکنارو کښت په بې ساري ډول ډېر شوی او هر کال يې غوښتنه نوره هم ډېرېږي.

ښاغلی کولن وايي، د سیمه ییزو هېوادونو ترمنځ د همغږۍ د نشتوالي له امله له نشه يي موادو سره د مبارزې ملي پروګرام اغېزمن نه و، ځکه نو د کوکنارو کښت او تولید هم راکم نه شو.

افغان دولت د نشه يي موادو تولید، قاچاق او استعمال نړیواله ستونزه بولي او د (UNODC) ادارې له خوا له نشه يي موادو سره د مبارزې د نړیوالي ستراتيژۍ د جوړېدو هرکلی کوي.

له نشه يي موادو سره د مبارزې وزارت د پالېسۍ رئیس عثمان فروتن ازادي راډیو ته وویل، د افغان دولت له نشه يي موادو سره د مبارزې عملي پلان او د سیمه ییزې ستراتيژۍ نوې طرحې ته په کتو سره، د سارتو پروګرام د عملي کېدو وړ دی.

ده وویل:

"دا د نړۍ په کچه یوه لویه ستراتېژي ده چې لا تر اوسه پورې نه ده نهايي شوې، (UNODC) یو سیمه ییز پروګرام هم لري چې افغانستان او د سیمې هېوادونه پکې شامل دي، په دې چوکاټ کې سیمه ییزه همکاري هم شته، د سارتو ستراتيژي هم د یو ستراتېژیک سند په توګه په افغانستان او سیمه کې له نشه يي موادو سره د مبارزې په برخه کې د تطبیق وړ ده."

د روان کال په لومړیو کې د تاشکند ـ ازبکستان په کنفرانس کې له نشه يي موادو او جرمونو سره د مبارزې پر پروګرامونو ځکه انتقاد کېده چې د نشه يي موادو په کموالي کې ګټور او موثر نه وو، له همدې امله په دې غونډه کې د دولتونو استازو وړانديز وکړ چې باید له نشه يي موادو سره د مبارزې یوه جامع او نړيواله ستراتيژي جوړه شي.

راپور: مرسلین ارسلا

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:44 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG