د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۳

د کابل اوسېدونکي: معتادین عامه تاسیسات ویجاړوي او شیان ځنې غلا کوي


د کابل امنیه قومانداني وايي چې ډېری معتادین عامه تاسیسات ویجاړوي.

د کابل ښار ځینو سیمو ته ورغلم چې هلته د پارکونو پنجرې، پر لښتیو پرتې جالۍ، د اوبو نلونه او بمبې ویجاړې او وسایل یې وړل شوي وو.

د کابل ښار چمن حضوري چې څو کاله وړاندې یوه خصوصي شرکت په ډېر مالي لګښت جوړ کړی و، اوس یې فلزي کټارې ماتې او لسګونه معتادین ورکې اوسېږي.

دغه راز د کابل ښار په نورو سیمو کې هم د لښتیو سرپوښونه او د وسپنې جالۍ ویجاړې او يا غلا شوي دي.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند حشمت الله ستانکزي ازادي راډیو ته وویل، په کابل ښار کې ځیني معتادین د عامه تاسیساتو سایل غلا کوي او بیا یې د شپې له خوا په بازار کې خرڅوي.

دی وایي:

"د هر عام المنفعه ځای د ساتنې لپاره د پولیسو یو کنډک جوړ شوی چې ويې ساتي، خو له بده مرغه چې په ځینو سیمو او پارکونو کې معتادین د شپې له خوا د پارکونو دروازې او کټارې کاږي او په بازار کې یې خرڅوي."

کابل ښاریان شکایت کوي چې په کوڅو او بازارونو کې له معتادینو څخه تنګ شوي دي.

دوی وايي چې معتادین د لښتیو هغه سرپوښونه او د وسپنې جالۍ له ځانونو سره وړي او بيا يې په بازار کې خرڅوي.

یو شمېر دوکانداران چې د کابل حضوري چمن ته نېږدې مېوې خرڅوي، د خپلو سترګو لیدلی حال داسې بیانوي:

"موږ وینو چې دلته معتادین راځي، هر څه چې په لاس ورشي، هغه وړي، پولیس ورته ګوري، خو مخه یې نه نیسي، ما یوه ورځ د یوه معتاد د دې کار مخه ونیوله، هغه چاقو را پسې وویست، څه مې ورته ونه ویل، ځکه هغه تر خپل سر تېر و او د دې ځای ټولې کټارې یې ماتې کړې."

"په ملي بس څلور لارې کې مې موټر په لښتي کې ولوېد او پنځلس سوه افغانۍ تاواني شوم، دا ځکه چې معتادینو له زړو مکرویانو څخه د لښتیو جالۍ وړې دي، هر چېرې چې د لښتي پر سر جالۍ نشته، هغه نشه یانو وړې دي."

کابل ښاريان وايي، هر څوک چې د معتادینو د غلا مخه ونیسي، دوی یې تهدیدوي، ځکه نو نشه یان له ډاره پرته عامه تاسیسات ویجاړوي او وسایل يې له ځانه سره وړي.

د کابل امنیه قوماندان په دې ښار کې د عامه تاسیساتو د ساتلو لپاره د پولیسو يا د ګرځنده ګزمې خبر ورکوي.

له بلې خوا د افغانستان د ولسي جرګې غړی فاروق مجروح بیا په دې نظر دی چې عامه تاسیسات د خلکو د هوساينې لپاره جوړ شوي، نو باید خلک یې له پولیسو سره په ګډه وساتي.

دی زیاتوي:

"ټول عامه تاسیسات لکه پارکونه، جوماتونه، تفریحي ځایونه، د اوبو څاګانې، د اوبو رسولو شبکې، دا ټول د خلکو د هوساينې لپاره جوړ شوي دي او خلک مسؤلیت لري چې پاک او خوندي یې وساتي، ځکه خلک ګټه ځنې اخلي، خو د شپې له خوا یې باید پولیس ساتنه وکړي او پرې نږدي چې د عامه تاسیساتو وسايل لوټ شي."

دا په داسې حال کې ده چې د کابل ښار اوسېدونکي له چارواکو څخه غواړي چې معتادین له ښاره را ټول او د درملنې روغتونونو ته یې يوسي، ځکه چې د استوګنې په سیمو کې د معتادینو موجودیت ستونزې ډېروي.

راپور: فرید حلیمي

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:50 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG