د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۹

پاکستان: د بشپړ امنیت تر ټینګښته باید بهرني ځواکونه په افغانستان کې پاتې شي


د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، هېواد یې غواړي چې په افغانستان کې د بشپړ ثبات او امنیت تر ټینګښته باید امریکايي پوځیان په دې هېواد کې پاتې شي.

دا لومړی ځل دی چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو او یا په دې هېواد کې د پاتې کېدو په اړه غوځ نظر څرګندوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت په وینا، دا څرګندونې د دغه وزارت ویاند ډاکټر محمد فیصل د پنجشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د خپلې اوونیزې خبري غونډې پر مهال کړې دي.

ډاکتر فیصل دا څرګندونې په داسې وخت کې کړي چې د راپورونو له مخې، په دې وروستیو کې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په قطر کې د افغان طالبانو له استازي سره کتلي دي.

که څه هم طالبانو او افغان حکومت د دغې لیدنې ډېر جزیات نه دي په ډاګه کړي، خو ځینو بهرنیو رسنیو ادعا کړې وه چې زلمي خلیلزاد او طالبان له افغانستانه د امریکا په مشرۍ د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه هم غږېدلي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ډاکتر فیصل د دغو راپورونو او له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو د کونګوسو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي:

"پاکستان بیا بیا ویلي چې امریکايي ځواکونه باید د بشپړ امنیت تر ټینګښته په افغانستان کې پاتې شي."

نوموړي همداشان په ۱۹۸۰میلادي کال کې له افغانستانه د هغه وخت د روسي ځواکونو تر وتلو وروسته حالاتو ته په اشارې ویلي:

"سیمه دا مهال هغه ډول حالات نه شي زغملای."

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند په خبره چې پاکستان له ډېر پخوا راهیسې دا دریځ لري چې د افغانستان ستونزه پوځي حل لاره نه لري او په خبره یې چې نورو هېوادونو هم اوس دا خبره درک کړې ده.

پاکستان په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د بهرنیو ځواکونو د موجودیت په اړه خپل دریځ په داسې وخت کې ښکاره کړی چې په دې ووستیو کې امریکا او افغان دولت له طالبانو سره د سولې خبرې ګړندۍ کړي او د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد څو ورځې وړاندې په دې اړه د پاکستان سفر هم کړی و.

اصف غفور
اصف غفور

د پاکستاني رسنیو د راپورنو له مخې، د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند تر څرګندونو مخکې د دې هېواد د پوځ ویاند جنرال اصف غفور هم څو ورځې وړاندې د لندن په یوه پوهنتون کې د وینا پر مهال ویلي وو:

"موږ غواړو چې په افغانستان کې د بشبړ امنیت تر ټینګښته پورې بهرني ځواکونه په دې هېواد کې پاتې شي."

XS
SM
MD
LG