ټاکل شوې ده چې د ملي امنیت د عمومي رییس محمدمعصوم ستانکزي په مشرۍ د حکومت یو جګپوړی پلاوی د کندهار د خونړۍ پېښې په اړه تحقیقات وکړي.
ولسمشر اشرف غني پرون په یوه وینا کې ډاډ ورکړ چې د کندهار وضعیت به ډېرژر عادي شي.
ولسمشر غني تایید کړه چې امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق او د امنیت رییس عبدالمومن حسین خېل د کندهار د والي په دفتر کې د پنجشنبې ورځې په پېښه کې وژل شوي دي.
ښاغلي غني په دې ویډیويي وینا کې چې تېر ماښام خپره شوه زیاته کړه:
" د وضعیت د کنټرول لپاره به، د ملي امنیت لوی رییس ښاغلی معصوم ستانکزی، د ملي دفاع او کورنیوچارو وزارتونو لوړرتبه مشران او همداراز د کومانډو زړور ځواکونه کندهار ته ورسېږي."
له دې مخکې ځینو رسنیو آزادۍ راډیو ته ویلي و، چې د کندهار والي زلمی ویسا هم په پېښه کې وژل شوی دی.
لوی درستیز: بریدکوونکی د کندهار د والي له ساتونکو له ډلې څخه و.
خو د کورنیوچارو وزارت لوی امنیتي معین جنرال اخترمحمد ابراهیمي تېر ماښام د وسله والو ځواکونو له لوی درستیز جنرال محمدشریف یفتلي سره په ګډه خبري غونډه کې وویل، ښاغلی ویسا او د پولیسو د ۴۰۴ میوند زون قوماندان جنرال نبي الهام په پېښه کې ټپیان شوي او په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.
لوی درستیز ښاغلي یفتلي وویل چې بریدکوونکی د کندهار د والي له ساتونکو له ډلې څخه و.
" یو کس چې ګلبدین نومیده او د والي د ساتونکو له ډلې څخه و، دا ډزې کړې دي او لومړی هدف یې جنرال عبدالرازق و. د دوی ترمنځ هېڅ راز لفظي شخړه نه ده شوې، سوی تفاهم هم نه و، او دا کاملا یو ناوړه تروریستي عمل و."
د دواړو چارواکو په وینا ډزې هغه مهال وشوې چې د کندهار امنیتي چارواکي د غونډو له تالاره د وتلو په حال کې وو.
چارواکي زیاتوي چې په دې غونډه کې د ولسي جرګې د انتخاباتو د امنیت په اړه بحث وشو او په افغانستان کې د دېره نړیوالو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکات مېلر هم ګډون پکې درلود.
د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ ماموریت پر ټویټر په یوه پیغام کې لیکلي چې په دې پېښه کې یو امریکایی سرتیری، یو ملکي امریکایی او د نړیوال ائتلاف یو قراردادي هم ټپیان شوي خو جنرال میلر ته کوم زیان نه دی اوښتی.
په دې پېښه کې د ملي ټلویزیون فلم اخیستونکی محمدسلیم انګار هم وژل شوی او د کندهار ولایت د مطبوعاتي دفتر مشر عزیزاحمد عزیزي ټپي شوی دی.
د حملې مسوولیت وسله والو طالبانو منلی دی.
زیات شمیر افغانانو د جنرال عبدالرازق پر وژل کېدو پر ټولنیزو شبکو غبرګون ښودلی
زیات شمیر افغانانو د جنرال عبدالرازق پر وژل کېدو پر ټولنیزو شبکو غبرګون ښودلی او نوموړی یې یو وطنپال او زړور قوماندان بللی دی.
ځینې افغانان او څارونکي د کندهار له پېښې وروسته پر افغان حکومت انتقاد کوي او وايي چې دا پېښه د استخباراتي ادارو د کمزورتیا څرګندونه کوي.