د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۸

امریکا او څو اروپايي هېوادونه د عربستان د پانګونې په کنفرانس کې ګډون نه کوي


د امریکا د خزانې وزیر ستیفن منوچین او د څو اروپايي هېوادونو جګپوړو وزیرانو پرون پنجشنبې وویل چې په سعودي عربستان کې د پانګونې په اړه په یو کنفرانس کې چې راتلونکې اونۍ جوړېږي د لادرکه شوي سعودي ژورنالیست جمال خاشقچي د قضیې په خاطر ګډون نه کوي.

دا کنفرانس چې په سعودي عربستان کې د راتلونکې پانګونې د نوښت د سرمشریزې په نوم یادېږي، په سعودي عربستان کې د ولیعهد محمدبن سلمان د اقتصادي اصلاحاتو د یوه نندارتون په توګه د اکتوبر له ۲۳ نیټې تر ۲۵ مې نېټې پورې پلان شوی دی او د اهمیت له پلوه یې د بیدیا د داوس لقب ګټلی.

دا پریکړه وروسته له هغه وشوه چې د امریکا د بهرنیوچارو وزیر مایک پومپیو د سعودي عربستان او ترکیې له سفره تر راستنیدو وروسته منوچین او ولسمشر ډونالډټرمپ ته د خاشقچي د قضیې په اړه معلومات ورکړل.

د امریکا د خزانې وزیر ستیفن منوچین
د امریکا د خزانې وزیر ستیفن منوچین

منوچین له دې کتنې وروسته پر ټویټر په یوه مختصر پیغام کې چې ورسره د ونډو بیې هم ناڅاپي راولوېدلې ولیکل، ده او ولسمشر ټرمپ په ګډه پریکړه وکړه چې دی به په دې کنفرانس کې ګډون نه کوي.

منوچین په دې اړه نور توضیحات نه دي ورکړي خو فرانسې او برتانیا چې د متحدایالاتو ترڅنګ پر سعودي عربستان د وسلو لوی پلورونکي دي هم د خاشقچي د قضیې په اړه خپله اندېښنه په ډاګه کړه او د ریاض په غونډه کې یې خپل ګډون لغو کړ.

جمال خاشقچي
جمال خاشقچي

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون په بروکسل کې د اروپايي ټولنې سرمشریزې ته په وینا کې وویل چې د سعودي په کنفرانس کې د نه ګډون پریکړه یې له اروپايي هېوادونو سره په همغږۍ کړې ده.

د ترکي رسنیود راپورونو له مخې خاشقچي د یوې ځانګړې ډلې له خوا، د سعودي په قونسلګرۍ کې دننه وژل شوی

د برتانیا د نړیوالې سوداګرۍ وزیر لیام فاکس وویل چې دا د ریاض په غونډه کې د ګډون لپاره مناسب وخت نه دی.

له دې مخکې د پیسو د نړیوال صندوق مشرې کریستین لاګارد له څو لویدیځوالو سوداګرو او مطبوعاتي ډلو سره په ګډه اعلان کړی و، چې د ریاض په اقتصادي غونډه کې ګډون نه کوي.

د پیسو د نړیوال صندوق مشرې کریستین لاګارد له څو لویدیځوالو سوداګرو او مطبوعاتي ډلو سره په ګډه اعلان کړی و، چې د ریاض په اقتصادي غونډه کې ګډون نه کوي.
د پیسو د نړیوال صندوق مشرې کریستین لاګارد له څو لویدیځوالو سوداګرو او مطبوعاتي ډلو سره په ګډه اعلان کړی و، چې د ریاض په اقتصادي غونډه کې ګډون نه کوي.

سعودي ژورنالیست جمال خاشقچي چې په امریکا کې اوسېده، او هلته یې د واشنګټن پُست ورځپاڼې لپاره لیکنې کولې د اکتوبر په ۲مه په استانبول کې لادرکه شو.

د ترکي رسنیو د راپورونو له مخې خاشقچي د یوې ځانګړې ډلې له خوا، چې له ریاض څخه استول شوې وه د سعودي په قونسلګرۍ کې دننه وژل شوی او بیا ټوټې ټوټې شوی دی خو د سعودي عربستان حکومت دا ادعاوې رد کړې دي.

XS
SM
MD
LG