د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۶

ولسمشر غني: کندهار ته جګپوړي چارواکي او کومانډو ځواکونه استول کېږي


ولسمشر اشرف غني نن ماښام په یوه وینا کې د کندهار په حمله کې د کندهار د امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق او د امنیت د رییس جنرال مومن حسین خېل مړینه تایید کړه خو د والي زلمي ویسا د برخلیک په اړه یې څه ونه ویل.

مخکې له دې سرچینو ازادۍ راډیو ته ویلي و، چې په مړو کسانو کې ښاغلی ویسا هم شامل دی، خو د کورنیوچارو وزارت لوی امنیتي معین اخترمحمدابراهیمي څو شیبې مخکې په کابل کې په یوه خبري غونډه کې وویل چې ښاغلی ویسا ټپي شوی او اوس په روغتون کې تر درملنې لاندې دی.

جنرال عبدالرازق
جنرال عبدالرازق

په ننني برید کې د ملي ټلویزیون فلم اخیستونکی سلیم انګار هم وژل شوی دی.

د کندهار په پېښه کې ۳ تنه امریکايي پوځیان هم ټپیان شوي خو عمومي قوماندان جنرال سکاټ میلر ته په ډزو کې زیان نه دی اوښتی.

په افغانستان کې د دېره امریکايي ځواکونو ویاند دیو بوتلر پر ټویټر په یوه پیغام کې لیکلي دي چې د کندهار په پېښه کې ۳ تنه امریکايي پوځیان هم ټپیان شوي خو عمومي قوماندان جنرال سکاټ میلر ته په ډزو کې زیان نه دی اوښتی.

د راپورونو له مخې ډزې نن ماسپښین یو افغان سرتېري د کندهار د والي په دفتر کې وکړې. د کندهار ملکي او پوځي چارواکي د والي په دفتر کې له جنرال میلر سره د کتنې لپاره راغونډ شوي و، چې دا پېښه شوه.

د کندهار والی زلمی ویسا ټپي شوی او اوس په روغتون کې تر درملنې لاندې دی.
د کندهار والی زلمی ویسا ټپي شوی او اوس په روغتون کې تر درملنې لاندې دی.

د دې حملې مسوولیت وسله والو طالبانو منلی دی.

ولسمشر غني د پېښې په اړه په لنډه وینا کې وویل چې د کندهار د وضعیت د کنټرول لپاره نن شپه د ملي امنیت عمومي رییس محمدمعصوم ستانکزی، د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو ځینې جګپوړي چارواکي او کومانډو ځواکونه کندهار ته استول کېږي.

XS
SM
MD
LG