د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۵

د انتخاباتي شکایاتو کمېسیون ۷ تنه د کاندیداتورۍ له لېست نه حذف کړل


د انتخاباتو له نېټې دوه ورځې مخکې د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون له لوري د ولسي جرګې د یوشمېر کاندیدانو حذف کېدل.

د دغه کمېسیون منشي او ویاند علي رضا روحاني د پنجشنبې په ورځ کابل کې خبریالانو ته وویل چې که کره او موثق اسناد ترلاسه کړي، دوی د قانون له مخې صلاحیت لري چې نور کاندیدان هم حذف کړي او له قانون ماتونکو سره جدي چلند وکړي.

ښاغلی روحاني د انتخاباتو پر پروسه د رسنیو او څارونکو د څار پر رول د ټینګار ترڅنګ وايي، په هغه مرکزونو کې چې ناظرین نه وي موجود رایه به یې باطلې شي.

نوموړي زیاته کړه:

"دغه اووه کاندیدان هغه کسان دي چې له پخواني لېست نه حذف کېږي او په انتخاباتو کې د کاندید په توګه د ګډون حق نه لري او هغه رایې چې دوی پورې مربوط کېږي نه حسابېږي."

روهینا ولیزۍ د میدان وردګو، عبدالله ساحل د کندز او غلام نبي ساقي د غور ولایت نه د رسمي دندو څخه د نه استفعا په علت له وروستي لېست نه حذف شوي دي.

همد اشان عبدالکریم شفق د فراه ولایت چې اوس په بند کې دی او حبیب الله غوریاني چې په لس کاله حبس محکوم دی، احمد شاه سادات د هرات له ولایت نه چې د ایران او افغانستان دوګونی تابعیت لري او سمیرا خیرخوا له بلخ ولایت نه چې قانوني سن یې نه دی پوره کړی هم د کاندیداتورۍ له وروستي لېست نه حذف شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون له وروستي لېست نه ۳۵ کاندیدان د بېلابېلو لاملونو له امله حذف شوي وو.

د انتخاباتي شکایاتونو کمېسیون وايي چې د انتخاباتي شکایتونو ثبت او څېړلو ته بشپړ چمتووالی لري او د دوی په وینا په هر انتخاباتي مرکز کې دوی یو کارکونکی د شکایتونو د ثبت لپاره په دنده ګمارلی دی.

د دغه کمېسیون ویاند زیاتوي چې تراوسه ۳۱۱ کمپایني شکایتونو دوی ته رسېدلي چې ۲۱۴ یې څېړل شوي دي.

ښاغلي روحاني وویل چې سرغړونکي کاندیدان له لس زرو نیولې تر یو لک افغانیو نغدي جریمه شوي دي.

په ورته وخت کې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې د انتخاباتو د ښه څار لپاره له څلورلکه زیاتو کورنیو او ۱۳۲ بهرنیو څارونکو ځانونه ثبت کړي دي.

خو د افغانستان د ازادو او عالانه انتخاباتو بنسټ وايي، د انتخاباتي کمېسیونونو له لوري ورته ویل شوي و چې مطرح کاندیدان هم د حذف په لېست کې شته، خو اوس لیدل کېږي چې داسې نه دي شوي او ممکن دوګونی چلند شوی وي.

د دغه بنسټ اجرائیوي رئیس یوسف رشید په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

یوسف رشید
یوسف رشید

"د انتخاباتو کمېسیونونو موږ ته ویلي و چې ممکن داسې کسان په دغه لیست کې وي چې د انتخاباتو پروسې لپاره خنډ وي او ډېر خطرناک کسان وي، خو اوس چې لیدل کېږي داسې کسان په دغه لېست کې نشته او معلومېږي چې دوی په لیست کې شامل دي او دوه ګونی چلند شوی."

د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون د ولسي جرګې کاندیدانو ته په خطاب کې وايي، د سکوت په دوره کې هر ډول حرکت او کمپاین سرغړونه شمېرل کېږي او دا چاره د کاندیدانو په زیان ده.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG