د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۳

له اداري فساد سره د مبارزې یو ځانګړی خپلواک کمېسیون جوړېږي


د افغانستان د اداري فساد پروړاندې د مبارزې ځانګړی سکرتریت په دې یاده برخه کې د موثرې مبارزې لپاره، د یوه خپلواک کمېسیون د جوړولو خبر ورکوي.

د عدليې وزارت له اداري فساد سره د مبارزې د ځانګړي سکرتریت او د چارو د ادارې د حقوقي برخې مسؤلین د اداري فساد پروړاندې د مبارز د قانون د توشېح او نافذېدو او د فساد په اړه د اطلاعاتو د شریک کوونکو د ملاتړ خبره کوي او له فساد سره یې د مبارزې په برخه کې موثر ګڼي.

له اداري فساد سره د مبارزې د سکرتریت رئيس یما ترابي وویل، په پام کې ده چې له اداري فساد سره د موثرې مبارزې لپاره یو خپلواک کمېسیون جوړ شي.

دی زیاتوي:

"له فساد سره د مبارزې په قانون کې چې څه نوي دي، هغه د پنځه کسیز کمېسیون جوړول دي چې له فساد سره د مبارزې په اړه د تدابیرو د نیولو، همغږۍ او پلي کولو په برخه کې ورته زیات صلاحیتونه ورکړل شوي دي، دغه کمېسیون له فساد سره د مبارزې د ستراتیژۍ پلي کول څاري."

ده وویل، دغه کمېسیون له درېیو نارینه و او دوو ښځو جوړېږي او متقاضیان يې د غوراوي د کمېټې له ټاکلو وروسته، ولسمشر ته پېژندل کېږي او بیا به ترې پنځه کسان د کمېسیون د غړو په توګه غوره شي.

ده دا خبرې له اداري فساد سره د مبارزي د قانون په اړه د معلوماتو د ورکولو او د فساد په برخه کې د اطلاعاتو د شریکوونکو د ملاتړ په اړه په یوې خبري ناسته کې وکړې.

ده داهم وویل چې دغه قانون د ملګرو ملتونو له اداري فساد سره د مبارزې د میثاق او له اداري فساد سره د مبارزې د ملي ستراتیژۍ له ژمنو سره سم، د مبارزې د بنسټونو د پیاوړي کولو په هدف پراخېږي.

د ښاغلي ترابي په خبره، دغه قانون داسې تدوین شوی چې له اداري فساد سره د ورته ادارو مخه نیسي، فعالیتونه یې قانوني کوي او د یو خپلواک کمېسیون تر چتر لاندې یې راولي.

دا په داسې حال کې ده چې له اداري فساد د مبارزې په اړه له ورته او غیر اغېزمنو موازي ادارو له موجودیته شکایتونه شوي دي.

د ولسي جرګې او مدني ټولنې ځینو غړو او عامو خلکو، حکومت د اداري فساد پر وړاندې په مبارزه کې کمزوری ګڼلی دی.

د عدليې وزارت سلاکار محمد اشرف رسولي وویل، له اداري فساد سره د مبارزې او د اداري فساد په اړه د اطلاعاتو د شریک کوونکو د ملاتړ او په یاده برخه کې یې د هڅونې په هدف قانون هم تدوین شوی دی.

ده وویل، په دغه قانون کې د اطلاعاتو د شریک کوونکو لپاره مکافات هم په پام کې نیول شوي دي.

نوموړي وویل:

"په دغه قانون کې د هغو کسانو لپاره چې د مالي اړوندو جرمونو په اړه اطلاع ورکوي او په هغه صورت کې چېمحکمه یې په اړه وروستی حکم وکړي، اطلاع ورکوونکي ته د مصادره شویو پیسو پنځه فیصده په پام کې نیول شوي دي، که د دولت مامور دغه کار وکړي، پر میاشتنۍ تنخوا سربېره ورته هڅوونکي موارد لکه ترفیع، د تحصیل زمینې او ځیني نور امکانات چې په اداره کې یې موجود دي، په پام کې نیول شوي دي."

بل خوا د حقوقي چارو پوهان باوري نه دي چې دغه اقدامات به د فساد مخه ونیسي.

استاد ودیر صافی
استاد ودیر صافی

​ودیر صافی وايي، په افغانستان د فساد یو سېستم رامنځته شوی چې له لوړپوړو چارواکو نیولې، تر کم رتبه مامورینو پورې په کې ښکېل او یو له بل سره همغږي لري.

دی ټینګار کوي چې د فساد د له منځه وړلو لپاره اړتیا ده چې حکومت او په تېره عدلي او قضايي ارګانونه جدي شي او قانون پلی کړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG