د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۱

ولسمشر غني له خبریالانو نه د ملاتړ صندوق پرانیست


له افغان خبریالانو د ملاتړ صندوق نن د ولسمشر محمد اشرف غني له لوري پرانیستل شو.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني له خبریالانو څخه د ملاتړ صندوق د پرانیستې په مراسمو کې له دغه صندوق سره له خپلې شخصې پانګې څخه د پنځه میلیونه افغانیو د مرستې ژمنه وکړه.

ښاغلي غني په دې ناسته کې وویل چې لس میلیونه نورې افغانۍ به د دولت له بودجې څخه دغه صندوق ته واچول شي.

محمد اشرف غني همدا شان د خصوصی سکټور له ټولو پانګه والو غوښتنه وکړه چې د خبریالانو د ملاتړ له صندوق سره مالي مرسته وکړي.

ولسمشر محمد اشرف غني
ولسمشر محمد اشرف غني

ښاغلي غني زیاته کړه:

"زه خپله له دغه صندوق سره د پنځه میلیونه افغانیو د مرستې ژمنه کوم، دویم افغان دولت هم ژمنه کوي چې له دې صندوق سره به لس میلیونه افغانۍ مرسته وکړي دا اړینه ده چې موږ دا صندوق جدي واخلو."

ښاغلي غني همدا شان ټینګار وکړ چې له دې صندوقه به لومړی د هغه خبریالانو له کورنیو سره مرسته وشي چې په بېلابېلو پېښو کې وژل شوي دي.

ولسمشر غني د بیان ازادي د ملي یووالي د حکومت له لاسته راوړنو یوه یاده کړه او له ټولو دولتي ارګانونو يې وغوښتل چې د معلوماتو په ورکولو کې له خبریالانو سره مرسته وکړي.

له خبریالانو څخه د ملاتړ یاد صندوق داسې مهال پرانیستل کېږي چې افغان خبریالان د ناامنۍ ترڅنګ له یو شمېر نورو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

د افغانستان له رسنیو د ملاتړ ادارې له لوري وروستي څلور کلونه د افغان خبریالانو لپاره مرګوني او له تاوتریخوالي ډک کلونه یاد شوي دي.

د روان لمریز کال د سنبلې په څوارلسمه نېټه د کابل په دشت برچې سیمه کې په یو ورزشي کلب د انتحاري حملې له امله دوه تنه خبریالان ووژل شوي.

همدا شان له دې وړاندې د همدې کال د ثور په لسمه د کابل د شش درک په سیمه کې په دویمه انتحاري حمله کې د ازادي راډيو د دریو خبریالانو په ګډون یوولس خبریالان ووژل شوي.

له دې حملو وروسته د وژل شویو خبریالانو کورنیو ویلي چې د دولت له لوري دوی ته هېڅ ډول پاملرنه نه ده شوې.

په ورته وخت کې د جمهوري ریاست دویم مرستیال او د خبریالانو د خوندیتوب د ګډې کمېټې رئیس سرورو دانش وویل چې د دغه صندوق په رامنځته کېدو سره به د خبریالانو اقتصادي ستونزې حل شي.

سرور دانش
سرور دانش

نوموړي زیاته کړه:

"هیله لرو چې د دولتي چارواکو او ملي سوداګرو په جدي او هر اړخیز ملاتړ سره دغه خالي صندوق په یو ډک صندوق بدل شي، تر څو وکولای شو چې په ځانګړو حالاتو کې له خبریالانو او د دوی له کورنیو سره مرسته وشي."

ښاغلي دانش همداشان وویل چې د دغه کمېټې له جوړېدو وروسته د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي ټولې دوسیې څېړل شوي او عدلي او قضايي ارګانونو ته استول شوي دي.

په همدې حال کې له ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې نی رئیس مجیب خلوتګر وايي چې که په دې برخه کې د حکومتي بنسټونو لاس وهنه ونه اوسي دا صندوق کولای شي چې د خبریالانو او رسنیو ځیني مالي ستونزو ته رسېدنه وکړي.

راپور: اکرام الله اکرام

XS
SM
MD
LG