د افغانستان د کرکټ غوره لیګ سیالیو د نومرو په جدول کې د بلخ لیجنډ لوبډلو د پنځو بریاو او يوې ماتې سره په لومړي ځای کې ده.
په دوهم ځای کې د پکتیا پنټرز لوبډله ده چې په خپلو شپږو لوبو کې یې څلور ګټلي او په دوو کې له ماتې سره مخ شوې،د کابل ځوانانو لوبډلې بیا د درېیو ماتو او درېیو بریاو سره په درېیم ځای کې ده.
د جدول وروستۍ دوه لوبډلې ننګرهار او کندهار دي چې تر نورو لوبډلو یې بریاوې کمې، خو ماتې ډېرې دي.
تر دې مهاله د پنځو لوبډلو له ډلې يوازې د بلخ لیجنډز لوبډله توانېدلې چې نیمه پایلوبې ته لار پیدا کړي او پاتې درې نورې لوبډلې به د پنچشنې په ورځ معلومې شي.
د افغانستان د کرکټ غوره لیګ سیالۍ د اکتوبر په پنځمه په متحده عربي اماراتو کې پيل شوې او ټاکل شوې چې پایلوبه یې د يکشنبې په ورځ ترسره شي.