د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۲

د انتخاباتو کمېسیون: بهرنیو استخباراتي کړیو ته به هدف ته د رسېدو اجازه ور نه کړو


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ټینګار کوي چې د ځینو هېوادونو استخباراتي کړۍ او وسله وال مخالفین هڅه کوي چې د انتخاباتو بهیر وګواښي، خو دغه هدف ته به ونه رسېږي.

امنیت د هغه بهیر پر وړاندې چې خلک ورته په تمه دي، په یوې لوېې اندېښنې بدل شوی دی.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون هم دغې اندېښنې ته اشاره کوي او وايي چې وسله وال مخالفین او د ځینو هېوادونو استخباراتي کړۍ هڅې کوي چې په هېواد کې د انتخاباتو بهیر ګډوډ کړي، خو د کمېسیون په خبره، د دغو اندېښنو پر وړاندې به ودرېږي او انتخابات به په ټول هېواد کې ترسره کړي.

دی وایي:

"ان شاالله انتخابات د میزان په ۲۸ مه چې د راتلونکې اوونۍ د شنبې ورځ ده، ترسره کوو، د ځینو هېوادونو استخباراتي کړۍ د دولت د وسله والو مخالفینو په ملاتړ هڅې کوي چې دغه بهیر ګډوډ کړي، خو زموږ امنیتي ارګانونه به لکه څنګه یې چې د نوم لیکنې په بهیر کې یې وښوده، اجازه ور نه کړي او خلک به مو د امن په فضا کې د خپلې خوښې کاندیدانو ته رأیې ورکړي."

په دې وروستیو کې یوناما یا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر د دغه هېواد پر امنیتي وضعیت اندېښنه ښودلې ده.

د افغانستان د مشرانو جرګې رئيس هم تېره ورځ له امنیتي ارګانونو وغوښتل چې د انتخاباتو پرواندې خپل مسؤلیتونه په ښه توګه ترسره کړي.

د افغانستان د ولسي جرګې د انتخاباتو بهیر ته پنځه ورځې پاتې دي، هغه بهیر ته چې د همغږۍ او مصؤنیت د نشتوالي له امله یې په ځینو ولایتونو کې اندېښنې موجودې دي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د امنیتي ارګانونو په حواله وايي، په ټول هېواد کې یې د رأیې ورکولو د۵۰۰۰ مرکزونو د امنیت ډاډ ورکړی دی.

دغه کمېسیون په ځینو ولایتونو کې د لوړو امنیتي ګواښونو موجودیت مني، خو دا نه وايي چې ایا په دغو سیمو کې به انتخابات وکړای شي او که نه؟

همدا شان دغه کمېسیون پخوا تر دې ویلي چې په ځینو ولایتونو کې به د ناامنیو له کبله د رأیې ورکولو ۲۰۰۰ مرکزونه تړلي وي، هغه مرکزونه چې د نوم لیکنې پر مهال هم تړلي وو.

بل خوا په دې وروستیو کې وسله والو طالبانو خبرداری ورکړی چې د انتخاباتو د بهیر مخه به ونیسي.

د انتخاباتو د څار ځیني بنسټونه سره له دې چې د انتخاباتو د امنیت لپاره د امنیتي ارګانونو هڅې ستايي، خو وايي چې که په ځینو ولایتونو کې امنیتي وضعیت همداشان دوام وکړي، د رأیې ورکولو د تړلو مرکزونو شمېر به زیات شي.

یوسف رشید
یوسف رشید

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ اجرائیوي رئیس یوسف رشید وايي:

"افغانستان په جنګي وضعیت کی دی او سراسري انتخابات به یې زیان وویني، ځکه ټول خلک به پکې ګډون ونه شي کړای، په ځینو مرکزونو کې نه نوم لیکنه وشوه او نه به خلاص شي، سربېره پر دې په یوشمېر ولایتونو کې چې په دې وروستیو کې په کې امنیتي ګواښونه زیات شوي، کېدای شي چې د خلکو مشارکت په کې کم او حتی وبه تړل شي، په هر صورت به سراسري انتخابات ونه لرو."

ښاغلی رشید وايي، په ځینو سیمو کې روانو ناامنیو ته په پام باوري نه دی چې دغه بهیر به په هغو مرکزونو کې چې امنیتي ارګانونو یې د امنیت ډاډ هم ورکړی، ترسره شي.

د ده په خبره، اوس هلمند، میدان وردګ، سرپل، فاریاب، فراه، کندز، تخار، بدخشان، ننګرهار او یو شمېر نورو ولایتونه دي چې له لوړو امنیتي ګواښونو سره مخ دي او که تدابیر ورته ونه نیول شي، دا اندېښنه شته چې انتخابات به پکې زیانمن شي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG