د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۰:۵۹

عرب: د جوماتونو امامان حق نه لري چې د یوه ځانګړي نوماند په ګټه تبلیغ وکړي

د افغانستان د حج او اوقافو وزارت وايي، د جوماتونو ملا امامان اجازه نه لري چې د منبرونو له لارې د کاندیدانو په ګټه کمپاین وکړي.

دغه وزارت وايي، جماتونه د کمپاین ځای نه، بلکې د عبادت ځای دی او هېڅ ملا امام اجازه نه لري چې د منبر او جومات له ادرسه د کوم ځانګړي کاندید په ګټه کمپاین وکړي.

د دغه وزارت ویاند اسحاق عرب د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، تراوسه په دې اړه دوی ته شکایت نه دی رسېدلی او که چېري ثابته شي چې د جوماتونو ملا امامان کاندیدانو ته کمپاین کوي، له قانوني چلند سره به مخ شي.

دی زیاتوي:

"جوماتونه د کمپاین ځایونه نه، بلکې د عبادت ځای دی او هېڅ کله چاته اجازه نه ورکول کېږي چې د کوم ځانګړي کاندید په ګټه پکې تبلیغ وشي او یا هم خلک دې ته اړ کړل شي چې کوم ځانګړي کاندید ته رأیه ورکړي، که چېرې داسې کوم څه ثابت شي، د قانون له مخې چلند کېږي."

دا په داسې حال کې ده چې په ښارونو او ولسوالیو کې اکثراً ملا امامان د حج اوقافو وزارت له لوري معاش اخلي او د افغانستان د ملکي خدمتونو له کارکوونکو څخه حسابېږي.

د انتخاباتو د قانون له مخې، دولتي چارواکي له کاندیدانو د ملاتړ حق نه لري.

تر دې وړاندې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یوه ځانګړي فرمان په خپرولو سره ویلي وو چې هېڅ یو امنیتي او ملکي کارکوونکی دا حق نه لري چې په انتخاباتي کمپاینونو کې برخه واخلي او یا د کوم ځانګړي کاندید په ګټه کار وکړي.

خو په دې وروستیو کې بیا داسې ویډیوګانې خپرې شوې چې د عامې روغتیا او کرنې وزیرانو له یوه ځانګړي کاندیده ملاتړ کړی و.

له هغه وروسته بیا د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون مرستیالې حمیرا حقمل په خپله فېسبوک پاڼه کې ولیکل چې د انتخاباتو د قانون له مخې، یاد دوه وزیران هر یو لس لس زره افغانۍ جریمه شوی.

په دې وروستیو کې د پوهنې وزارت هم اعلان کړی چې د دغه وزارت دیارلس کارکوونکي او ښوونکي د ولسي جرګې د کاندیدانو په ګټه د دغه وزارت له امکاناتو د ګټې اخیستنې په تور، له دندې لېرې کړل شوي دي.

بل خوا د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د دولتي کارکوونکو او ملا امامانو په ګډون، د ځانګړي کاندید په ګټه کمپاین د قانون خلاف عمل دی.

د دغه کمېسیون د ویاند مرسیتال ذبیح الله سادات له ازادي راډيو سره په خبرو کې له دیني عالمانو او د جومات له ملا امامانو وغوښتل، څو ځانګړي کاندید ته د کمپاین پرځای د انتخاباتو د اهمیت په اړه خلکو ته معلومات ورکړي.

دی وایي:

"بیا هم له دیني عالمانو غواړو چې هڅه وکړي، څو د انتخاباتو د پروسې او د انتخاباتو د ګټو په اړه خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي، نه دا چې د ځانګړو کاندیدانو په ګته کار وکړي."

په ورته وخت کې د افغانستان د انتخاباتو یوشمېر څارونکي بنسټونه له دې ډلې فیفا یا د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنست اجرائیوي مشر یوسف رشید وايي، د ملا امامانو له لوري ځانګړو کاندیدانو ته کمپاین نه یوازې د قانون خلاف عمل دی، بلکې دا په انتخاباتو کې د حکومت لاسوهنه ښيي چې په وینا یې د اندېښنې وړ مسئله ده.

راپور: ناجیه ساپۍ

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG