د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۷

ټرمپ: د روسیې ولسمشر ښايي د خپلو مخالفینو په وژنو کې لاس ولري


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې د روسیې ولسمشر ښايي د خپلو مخالفینو په وژنو کې لاس ولري.

ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره شپه له «CBS» ټلوېزیون سره په مرکه کې چې مخکې ثبت شوې وه او پرون خپره شوه دې پوښتنې ته چې ایا دی له هغو ادعاوو سره موافق دی چې ولسمشر ولادیمیر پوتین د خپلو منتقدانو په وژنو کې لاس لري په ځواب کې وویل چې ښايي هغه په دې وژنو کې لاس ولري.

که څه هم د پوتین ډېری منتقدان د مشکوکو مسمومیتونو او د نورو مرموزو طریقو په وسیله وژل شوي، خو سمدستي معلومه نه ده چې په پرونۍ مرکه کې د ټرمپ اشاره په کومو وژنو کې د روسیې د ولسمشر لاس لرلو ته وه.

ولسمشر ډونالډ ټرمپ
ولسمشر ډونالډ ټرمپ

په دې مرکه کې له ښاغلي ټرمپ څخه د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د روسیې د لاسوهنو په اړه وپوښتل شول او ده په ځواب کې وویل هو، مسکو په دې انتخاباتو کې لاسوهنه کړې خو زیاته یې کړه چې چین هم مداخله کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا استخباراتي ادارو او په دې اړه د څېړنو یوې ځانګړې کمېټې ویلي چې روسیې پر ټولنیزو شبکو د یو پراخ کمپاین او د ډیموکراټ ګوند د اسنادو د هک کولو له لارې د امریکا د ۲۰۱۶ میلادي کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ټرمپ په پلوۍ د لاسوهنې هڅه کړې ده. روسیې دا تورونه رد کړي دي.

د دفاع د وزیر جېمز مټېس په اړه ښاغلي ټرمپ وویل، دی ډاډه نه دی چې مټیس به پر خپله دنده پاتې شي.

جمهوري غوښتونکي ټرمپ زیاته کړه چې جنرال مټېس د یوه ډیموکراټ په څېر دی.

د امریکا دفاع وزیر جېمز مټېس
د امریکا دفاع وزیر جېمز مټېس

"زه له مټیس سره ښه اړیکې لرم او دوه ورځې مخکې مو یوځای ډوډۍ وخوړه. له هغه سره زما اړیکې ښه دي، خو که رښتیا ووایم نو هغه یو څه ډیموکرات دی. کېدای شي چې خپله دنده پرېږدي. هرڅوک یوه ورځ نه یوه ورځ خپله دنده پرېږدي. دا واشنګټن دی."

که څه هم مټېس ته د ټرمپ د کابینې د تر ټولو مستقل وزیر په سترګه کتل کېږي، خو په عین حال کې په داسې یوه اداره کې چې تر ټولو زیات بدلونونه په کې راغلي هغه تر ټولو ثابت وزیر و.

د ښاغلي مټېس په اړه دا هم ویل کېږي چې په سپینه ماڼۍ کې یې د ولسمشر په وړاندې موازنه ساتلې او په ناټو کې د امریکا له متحدانو سره یې د ښو اړیکو د ساتنې هڅه کړې ده.

حتی ځینو لویدیځو متحدانو مټېس له دې کبله ستایلی چې ده له روسیې سره د ښو اړیکو د ساتلو په برخه کې د ټرمپ برعکس د ولسمشر پوتین پر وړاندې سخت دریځ غوره کړی دی.

XS
SM
MD
LG