د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۴۸

د کرکټ غوره لیګ: نن کومه سیالۍ نه تر سره کېږي

د افغانستان د کرکټ په غوره لیګ سیالیو کې تېره شپه تر ټولو د ډېرو منډو او تر ټولو د چټکې نیمه سلیزې ریکارډونه جوړ شول.

بلخ لوبډلې د کابل ځوانانو لوبډلې ته د کرېس ګېل د ښې توپ وهنې په مټ تر ټولو د ډېرو ۲۴۴ منډو هدف وټاکه، خو په مقابل کې یې د کابل ځوانانو اوپنر لوبغاړي حضرت الله ځاځي بیا چټکه توپ وهنه پیل کړه.

هغه د نړۍ په کرکټ کې درېیم لوبغاړی شو چې په ۱۲ بالونو يې پنځوسیزه پوره کړه.

کابل ځوانانو که څه هم ښه پیل وکړ، خو ويې نه شو کړای د بلخ لوبډلې لوړ هدف پوره کړي.

د دغو سیالیو په دوهمه لوبه کې بیا د پکتیا پړانګانو ننګرهار ته د اوو ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.

نن کومه سیالۍ نه تر سره کېږي او لوبډلو ته د ارام ویل شوي دي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG