د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۳۰ چنګاښ ۱۴۰۵ کابل ۰۶:۵۴

عبدالله: پر احمد ولي هوتک د تېرې شپې حمله کوونکي دې ونیول شي

د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د کورنیو چارو وزارت او د ملي امنیت ریاست ته لارښونه کړې چې د فري فایټ یا ازادو سیالیو په اتل افغان لوبغاړي احمد ولي هوتک د تېرې شپې حمله کوونکي ونیسي او ترې جدي څېړنې وکړي.

له دې سره د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي وايي، د کابل پولیسو د پېښې په اړه جدي څېړنې پیل کړي.

د فري فایټ په مشهور افغان لوبغاړي تېره شپه د ۱۲مې امنیتي حوزې اړوند نامعلومو وسله والو برید وکړ.

په ټولنیزو رسنیو کې د هغه د سخت ټپي کېدو عکسونه او ویډیوګانې خپرې شوي، خو د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې د ښاغلي هوتک وضعیت اوس د ډاډ وړ دی.

ټاکل شوې وه چې ښاغلی هوتک نن د روسي سیال پر وړاندې د سیالۍ لپاره سفر وکړي.


راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG