د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۷

طالبانو له خلیلزاد سره په کتنه کې د امریکا پوځي حضور د سولې لپاره خنډ بللی


د افغانستان د سولې او روغې جوړې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره په کتنه کې طالبانو په دې هېواد کې د امریکا پوځي حضور د سولې په لاره کې سترخنډ یاد کړی دی.

زلمي خلیلزاد یوه ورځ وروسته له هغې چې په قطر کې یې د طالبانو له استازو خبرې کړې وې، بېرته کابل ته راغی او د شنبې په ورځ یې له ولسمشر اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدلله سره وکتل.

ښاغلي خلیلزاد دواړو مشرانو ته پر پاکستان سربېره، د قطر په ګډون درېیو عربي هېوادونو ته د سفر په ترڅ کې له جګپوړو چارواکو او ډیپلوماتانو سره د لیدنو کتنو په اړه معلومات ورکړل.

خلیلزاد د دې لس ورځني سفر په ترڅ کې چې پر دغې نوې دندې له ټاکل کېدو وروسته سیمې ته د هغه لومړنی سفر دی، مخکې تر دې یې له کابل او اسلام اباد څخه هم لیدنې کتنې ترسره کړې وې.

په قطر کې د طالبانو له استازو سره د خلیلزاد په مشرۍ د امریکايي پلاوي د جمعې د ورځې د کتنې په اړه وسله والو طالبانو د شنبې په ورځ په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې دواړو لورو په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو پر لارو چارو خبرې وکړې.

په خبرپاڼه کې ‌‌‌ذبیح الله مجاهد چې ځان د طالبانو ویاند پیژني، ویلي چې د دواړو لورو ترمنځ دغه کتنه په دوحه کې ترسره شوه.

د طالبانو یوه بل مشر د خپل نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې د طالبانو استازو خلیلزاد ته وویل چې په افغانستان کې د امریکا پوځي حضور په دې هېواد کې د سولې د ټینګېدو پر لاره کې سترخنډ دی او دواړو لورو موافقه وکړه چې دې ډول غونډو ته به دوام ورکوي.

د طالبانو یوه بل مشر بیا ویلي چې د امریکا ځانګړي استازي د طالبانو له مشرتابه وغوښتل چې په افغانستان کې د شپږو میاشتو په مخه اوربند اعلان کړي.

دغه چارواکي هم تأیید کړې چې دواړو لورو سولې ته د رسېدو پر لارو چارو او په دې هېواد کې د امریکا د پوځي حضور په اړه بحث او خبرې وکړې.

طالبان غواړي چې بندیان یې د افغانستان له زندانونو خوشې شي او بهرني پوځیان دې چې د افغان امنيتي ځواکونو ملاتړ کوي، له افغانستانه ووځي.

د طالبانو دغه مشر وویل چې هېڅ یوه لوري د بل لوري غوښتنه سمدستي نه رد او نه هم ومنله، خو موافقه یې وکړه چې بیا به سره وګوري او د جګړې د پای ته رسېدو لپاره به یوه حل لاره لټوي.

په کابل کې د امریکا سفارت د طالب مشرانو د دغو څرګندونو په اړه له تبصرې کولو ډډه کړې ده.

خو پاکستان، متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان او قطر ته د خلیلزاد په مشرۍ د امریکايي پلاوي د سفر په اړه د سفارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې د خلیلزاد له خولې دومره ویل شوي چې متحده ایالات د یوه سوله ییز افغانستان لپاره د ټولو افغانانو له هیلو سره ځان شریک بولي، داسې افغانستان چې ټول افغانان په غېږه کې ونیسي او زیاتوي، د افغانستان ټول وګړي باید د روغې جوړې یوه برخه وي.

په هغې خبرپاڼه کې چې د شنبې په ورځ د ارګ له خوا خپره شوې، ویل شوي چې خلیلزاد د ملي یووالي د حکومت مشرانو ته ویلي چې متحده ایالات چمتو دي چې په افغانستان کې د سولې د ټینګېدو لپاره هر ډول مرسته چې په وس کې یې وي، وکړي، خو یو ځل بیا یې ټینګار وکړ چې د سولې پروسه باید د افغانستان حکومت مخه ته یوسي.

XS
SM
MD
LG