د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲۵ لیندۍ ۱۳۹۷ کابل ۰۵:۳۵

سوداګرۍ وزارت د سوداګرۍ د پراختیا په هدف یوه پالیسي له سوداګرو سره شریکه کړه


د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د سوداګرۍ د پراختیا په هدف یوه تدوین کړې پالیسي د شنبې په ورځ د لابشپړولو په خاطر، د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو له خونې او ملي سوداګرو سره شریکه کړه.

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، په وروستیو شااوخوا اولسو کلونو کې یې د لومړي ځل لپاره تر ۲۰۲۲ میلادي کال پورې د هېواد د سوداګرۍ د پراختیا په خاطر د "د سوداګرۍ ملي پاليسي" په نامه د نوې پالېسۍ مسوده تدوین کړې ده.

د دغه وزارت مرستیالې کاملې صدیقي د شنبې په ورځ د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې له مسؤلینو او یوشمېر سوداګرو او ملي پانګوالو په یوې مشورتي ناسته کې وویل، دغه پاليسي به د خصوصي سکټور په مشورو، وړاندیزونو او نظریاتو بشپړه او د پلي کېدو جوګه شي.

کامله صدیقي
کامله صدیقي

اغلې صدیقي د دغې پالېسۍ د اهمیت په اړه وویل:

"د افغانستان دولت د سوداګرۍ د پراختیا او له سیمې سره یې د اقتصادي اړیکو د ټینګولو په هدف تمرکز لري او په دې لاره کې یې هڅې زیاتې کړې دي، د دولت د سوداګرۍ نوې ملي پالیسي د اقتصادي هدفونو د ترلاسه کولو لپاره یوه مناسبه وسیله ده او د هېواد پر اقتصادي ودې اغېز کوي."

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، پخوا تر دې په هېواد کې دننه د سوداګرۍ د پراختیا او د ګاونډیو او سیمې له هېوادونو سره د سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو د پراختیا لپاره یو لړ اقدامات شوي دي، خو په اوسنۍ پالېسۍ کې د هېواد، سیمې او نړیوال سوداګریز وضعیت په پام کې نیول شوی دی.

افغانستان له ۲۰۱۷ میلادي کال راهیسې له ایران، هندوستان، پاکستان او د منځنۍ اسیا له اکثرو هېوادونو سره سوداګریزې او ټرانزیټي تفاهمنامې لري، خو د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، شوې تفاهمنامې تر ډېره حده د سوداګرۍ له منل شویو معیارونو سره سمې نه دي، د همدې له امله افغان صادروونکي او واردوونکي ډېر ځله په یادو هېوادونو کې له ستونزو سره مخ کېږي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خان جان الکوزي وویل، حکومت د پالېسیو په جوړولو او پلي کولو کې اکثره د خصوصي سکټور وضعیت، ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه په پام کې نه دي نیولي.

ښاغلي الکوزي وویل، په هېواد کې امنیتي او سیاسي ستونزې، اداري فساد، د قوانینو پېچلتیا، د زیربناو نشتوالی او داسې نور موارد د خصوصي سکټور پر وړاندې عمده ستونزې دي، خو حکومت نه یوازې دا چې دغه ستونزې یې کمې کړي نه دي، بلکې هرکال څو وارې پر خصوصي سکټور تعرفې لوړوي.

خان جان الکوزی
خان جان الکوزی

دی زیاتوي:

"موږ په ۱۶ کلونو کې ولیدل چې دلته هدف د سوداګرۍ، کارموندنې او صادراتو نه، بلکې هدف د دولت د عوایدو لوړول دي، همدا لامل دی چې موږ هرکال له ۲۵۰ میلیونو ډالرو تر ۵۰۰ میلیونو ډالرو پورې تاوان کوو."

افغان سوداګرو هیله وښوده چې د سوداګرۍ په جوړېدونکې ملي پالېسۍ کې به د خصوصي سکټور ټولې غوښتنې او اړتیاوې ځای شي.

د اقتصادي چاروپوه سیف الدین سیحون له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، د سوداګریزو پالېسیو په جوړولو کې باید هېوادني شرایط او ستونزې په پام کې ونیول شي او پلي کولو ته یې زمینې برابرې شي.

ده وویل، که دغه شان پالیسي له بهرنیو پالېسیو ترجمه شي، پلې کول به یې ستونزمن وي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG