د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۲۴ تله ۱۳۹۷ کابل ۰۶:۱۰

د سولې عالي شورا: د سولې په تړاو د مسکو ناسته به مثبې پایلې ولري


د سولې عالي شورا يو شمېر غړي وايي، د افغانستان د سولې په تړاو د مسکو کنفرانس جوړېدل به مثبې پایلې ولري.

د افغانستان د سولې په تړاو د مسکو د ناستې د ترسره کېدو په اړه د روسي چارواکو له څرګندونو وروسته، د افغانستان د سولې عالي شورا يو شمېر غړي وايي، د دغه کنفرانس جوړېدل به په افغانستان کې د سولې له ټيګښت سره مرسته وکړي.

د دې شورا يوه غړي محمد امین وقاد د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د دغه کنفرانس د جوړېدو په اړه که په بشپړ ډول د افغان حکومت نظر واخيستل شي، نو پرته له شکه چې په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره به دا ناسته ګټوره تمامه شي.

محمد امین وقاد
محمد امین وقاد

دی وایي:

"اوس که دغه تشه ډکه شي او په مسکو کې کنفرانس لکه څنګه چې مخکې ویل شوي وو، ترسره شي، ښه نتیجه به ولري او موږ هم له هغو پروګرامونو چې مثبت ډول پرمخ وړل کېږي، هرکلی کوو."

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي چې ښايي د روانې میلادي میاشتې تر ورستیو پورې د مسکو ناسته ترسره شي.

د روسي رسنیو د معلوماتو له مخې، ښاغلي کابلوف د دې ناستې د کره نېټې او ګډونوالو په اړه څه نه دي ویلي.

د مسکو ناسته چې ټاکل شوې وه د سپټمبر د میاشتې په څلورمه نېټه ترسره شي، د افغان حکومت په غوښته وځنډول شوه.

افغان حکومت تل په دې ټينګار کړی چې د دغه هېواد د سولې په تړاو ټولې ناستې دې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت ترسره شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت او وسله والو طالبانو تر دې مهاله د مسکو د احتمالي ناستې په اړه د ښاغلي کابلوف د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.

خو له دې وړاندې ویل شوي وو چې طالبان په دغه ناسته کې ګډون کوي او د افغانستان او امریکا په ګډون د سیمې له هېوادونو غوښتل شوي وو چې په دغه ناسته کې برخه واخلي.

په ورته وخت کې د نړیوالو اړیکو کارپوه انتظار خادم بیا روانو حالاتو ته په اشارې سره وايي چې اوس امریکا او روسیه دې نتیجې ته رسېدلي چې د افغانستان سوله یې په ګټه ده.

انتظار خادم
انتظار خادم

نوموړي وویل:

"د افغانستان د سولې بهیر اوس داسې حالت ته رسېدلی چې امریکا یې غواړي او د روسیې ګټې هم پکې نغښتې دي، اوس دغه کنفرانس باید ترسره شي، ځکه چې د افغانانو په ګډون، روسیه او امریکا هم اوس په دې پوهېدلي چې د افغانستان سوله يې په ګټه ده، نه جګړه."

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد په نېږدې تېرو دوو اوونیو کې د افغانستان د سولې په تړاو د سیمې له هېوادونو سره خبرې کړې دي.

ښاغلی خادم دې موضوع ته په پام سره وايي چې د افغانستان د سولې په اړه هڅې تر بل هر وخت زیاتې شوي او دا د دې ښودنه کوي چې د سولې بهیر بالاخره بریا ته رسېږي.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG