د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۸

راپور: په القاعده پورې يوه تړلې ډله له ايرانه د ټرانزيټ په توګه استفاده کوي


يو راپور وايي، په القاعده پورې يوه تړلې ډله د غير قانوني سکرو د صادراتو لپاره له ايران څخه د ټرانزيت په توګه استفاده کوي.

ويل شوي چې دغه سکاره له سوماليا څخه د ايران له طريقه صادرېږي او له دې درکه دغې ډلې ته د مليونونو ډالرو په ارزښت ګټه رسېدلې ده.

دا خبره د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په يوه راپور کې شوې چې رسنيو هم کتلى دى.

د ملګرو ملتونو د امنيت شورا دغه راپور چې د فرانسې خبري اژانس او رويټرز يې پرون جزئيات خپاره کړي، وايي له تېرې مارچ مياشتې راهيسې د ايران بندرونه د دغو غيرقانوني صادراتو عمده مقصد دى.

راپور وايي د سوماليا د لرګيو دغه سکاره په سپينو بوجيو کې ځاى پر ځاى کېږي او ورباندې ليکل کېږي ”د ايران توليدات“ بيا نورو ځايونو ته صادرېږي.​

ملګرو ملتونو د سوماليا د سکرو پر صادراتو له ٢٠١٢میلادي کال راهيسې بنديز لګولى چې په القاعده پورې د تړلې ډلې الشباب د عوايدو سرچينه بنده شي.

الشباب تر خپلې ولکې لاندې سيمو کې د سکرو له توليداتو ماليه ټولوي او په دې ډول خپل جنګي ماشين برحال ساتي.

ملګري ملتونه اټکل کوي چې د سکرو پر صادراتو د دوى له بنديزونو سره- سره سوماليا په ٢٠١٧میلادي کال د لرګيو د سکرو درې میليونه او ٦ لکه بوجۍ د صادرولو لپاره توليد کړي او د الشباب ډلې لپاره د ٧ میليونه او ٥ لکه ډالرو په ارزښت د عوايدو سبب شوي دي.

د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په راپور کې ايران، پر سکرو د بنديز په عملي کولو کې په ”کمزوري اقدام“ تورن شوى دى.

د ګانا او عاج ساحل په څېر هېوادونه يې تورن کړي چې د سکرو قاچاقوونکو ته يې زمينه برابره کړې چې د مالونو د پروسس او د تصديق پاڼو په برخه کې د دوى له کمزوريو ګټه پورته کړي.

د ملګرو ملتونو د راپور په حواله چې لا خپور شوى نه دى، دغه غيرقانوني مالونه چې ايران ته رسېږي هغه تصديق پاڼې ورباندې نښلول کېږي چې په غلط ډول د سوماليا سکاره په اصل کې دکومور، عاج ساحل يا هم ګانا ګڼي.

راپور د ايران کيش او قشم بندرونه هغه ازادې ساحې يادې کړي چې د ٢٠١٨مېلادي کال له مارچ مياشتې راهيسې د سوماليا د سکرو بارونه ورته راروان دي.

دغه سکاره چې د ايران بيرغ او ټاپه ورباندې نښلول شوې وي، په متحده عرب اماراتو، عمان، دوبۍ او نورو ځايونو کې بندرونو ته لېږل کېږي چې هلته د پخلي يا هم د چلمونو په څکولو کې ورڅخه ګټه اخيستل کېږي.

په ملګرو ملتونو کې د ايران ډيپلوماتيک ماموريت سم د لاسه د دغه راپور اړه له غوښتنې سره- سره تبصره نه ده کړې.

افراطي ډلې الشباب د سوماليا د حکومت د نسکورو ژمنه کړې ده. ملګري ملتونه او هلته دېره د افريقايي ټولنې ٢٠زره کسيز پياوړى ځواک د دغه حکومت ملاتړ کوي.

XS
SM
MD
LG