د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۲۴ تله ۱۳۹۷ کابل ۰۶:۴۵

د سولې عالي شورا: د سولې د پروسې لپاره د زلمي خلیلزاد هلی ځلی ګټور تمامېږي


د افغانستان د سولې عالي شورا- کابل او د سيمې څو هېوادونو ته د زلمي خليلزاد سفر د سولې د پروسې پر لوري د پرمختګ يو بهير ګڼي.

ښاغلى خليلزاد تېره ميلادي مياشت د افغانستان د پخلاينې په چارو کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د ځانګړي استازي په توګه وټاکل شو.

ده د افغانستان په ګډون، پاکستان، سعودي عربستان، قطر او متحده عرب اماراتو ته خپل لس ورځنى سفر د اکتوبر پر څلورمه پيل کړ، چې د اکتوبر تر څوارلسمې يعنې سبا يکشنبې پورې به دوام کوي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په يوه اعلاميه کې ويلي وو، د زلمي خليلزاد ماموريت دا دى چې د سولې مذاکرو ته د طالبانو په حاضرولو کې د امريکا هڅې رهبري او تنظيمې کړي.

د افغانستان د پخلاينې په چارو کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد
د افغانستان د پخلاينې په چارو کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد

زلمي خليلزاد پرون جمعه د قطر په پلازمېنه دوحه کې له شيخ محمد بن عبدالرحمن الثاني سره چې د قطر د صدراعظم مرستيال او په عين حال کې د بهرنيو چارو دى، وکتل.

قطر هغه هېواد دى چې وسلوال طالبان په کې سياسي دفتر لري

د رسنيو په راپورونو کې ويل شوي چې دواړو لوريو د نورو موضوعاتو تر څنګ په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټينګښت او په دې بهير کې د قطر د مثبت رول په اړه خبرې وکړې.

د سولې عالي شورا غړي محمد امين وقاد ازادۍ راډيو ته وويل، سيمې ته د ښاغلي خليلزاد سفر د سولې د روانې پروسې يوه برخه ده:

”فکر کوو دا د سولې يو بهير دى. چې هم په افغانستان کې مخکې ځي او تر اندونيزيا پورې د نړۍ ډېر هېوادونه دغې پروسې ته متعهد دي. هيله شته چې مثبت پرمختګ وکړي. قطر ته د خليلزاد سفر هلته د دولت او طالبانو له استازو سره کتنه پرځاى کار دى. دا به يوازېنى فرصت وي چې طالبان په رسمي ډول له داسې چا سره خبرې وکړي چې نه يوازې د امريکا بلکې د افغانستان استازيتوب هم کوي.“

د سولې عالي شورا غړي محمد امين
د سولې عالي شورا غړي محمد امين

قطر هغه هېواد دى چې وسلوال طالبان په کې سياسي دفتر لري او وسلوالو طالبانو په جولاى مياشت کې ويلي وو، چې هلته يې د سيمې لپاره د امريکا له مخکښې ډيپلوماتې اليز وېلز سره کتلي دي.

واشنګټن د هغې کتنې خبر نه تاييد او نه رد کړى دى، خو په هغه وخت کې مېرمن وېلز په قطر کې وه.

وسلوالو طالبانو په وار- وار د امريکا له متحدو ايالتونو سره د سولې پر مستقيمو مذاکرو ټينګار کړى دى.

وسلوالو طالبانو په وار- وار د امريکا له متحدو ايالتونو سره د سولې پر مستقيمو مذاکرو ټينګار کړى دى.
وسلوالو طالبانو په وار- وار د امريکا له متحدو ايالتونو سره د سولې پر مستقيمو مذاکرو ټينګار کړى دى.

دا چې ښاغلي خليلزاد په قطر کې د طالبانو له استازو سره کتلي او که څنګه، د سولې عالي شورا غړي محمد امين وقاد يې احتمال رد نه کړ:

”طالبانو مخکې هم شين څراغ ښوولى دى، چې امکان لري زموږ رسمي استازي په قطر کې له زلمي خليلزاد سره ملاقات او خبرې وکړي. دا به ډېره بعيده وه چې په قطر کې د دولت استازي خبرې وکړي خو د طالبانو استازي يې ونه کړي. د طالبانو اوله غوښتنه دا وه چې دوى غواړي له امريکا سره خبرې وکړي. “

زلمي خليلزاد تېره يکشنبه په کابل کې ځينو خبريالانو ته ويلي وو، چې نه غواړي د خپل سفر او شويو مذاکرو په اړه ډېر څه له رسنيو سره شريک کړي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت: د افغانستان د سولې پروسه به د افغانانو په رهبرۍ او مالکيت پرمخ ځي

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي، چې ښاغلى خليلزاد به تر دغه سفر وروسته بېرته کابل ته ستون شي.

خو دغه وزارت ټينګار کړى، چې د افغانستان د سولې پروسه به د افغانانو په رهبرۍ او مالکيت پرمخ ځي. د امريکا حکومت به يې ملاتړ کوي.

XS
SM
MD
LG