د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۳

نثار احمد عبدالرحیمزي د ځوانانو له المپيک لوبو د بُرنزو مډال وګاټه


افغان تکواندو لوبغاړي نثار احمد عبدالرحیمزي د ځوانانو له المپيک لوبو د بُرنزو مډال وګاټه.

د ځوانانو المپيک لوبې د ارجنټاین په بونیس ایرس کې پیل شوي دي.

نثار احمد عبدالرحیمزي پرون شپه په ۷۳ کیلو ګرامه وزن کې د نړۍ د لومړي نمبر لوبغاړي مصري عبدالرحمن خلف په ماتولو نیمه پایلوبې ته لار پیدا کړه او بُرنز مډال یې خپل کړ.

د تکواندو فدراسیون رئیس نجیب الله سکندري په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې په نیمه پایلوبه کې که څه هم افغان لوبغاړی نثار احمد عبد الرحیمزی له ایراني لوبغاړي محمدعلي خسروي سره مساوي و ، خو د داور د ناسمې پرېکړې په اساس د ایراني لوبغاړي لاس پورته شو.

افغانستان یو وار کلونه مخکې په مکسیکو کې د ځوانانو له المپيک لوبو د محمود حیدري په مټ د سرو زرو مډال ګټلی و، خو د تخنیکې لانجو په خاطر هغه مډال هم ایراني لوبغاړي ته ورکړل شوی و.

په ټوله کې له المپیکي لوبو تردې مخکې دوه وار په ۲۰۰۸ او ۲۰۱۲ میلادي کلونو کې روح الله نیکپا د تکواندو له لوبو د بُرنزو مډالونه ګټلي دي.

XS
SM
MD
LG