افغان حکومت له نشهيي موادو سره د مبارزې سیمهییزې ستراتيژۍ دوهمه مسوده د دولتونو او نړیوالو سازمانونو استازو ته وړاندې کړه.
د افغان حکومت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د دې موضوع په اړه جوړ شوي کنفرانس ته وويل، تر دې مهاله له نشهيي موادو سره د مبارزې په برخه کې د ګاونډیو هېوادونو ترمنځ لازمه همکاري نشته.
ښاغلي عبدالله زياته کړه چې ځینې ګاونډي هېوادونه افغانستان ته د کېمیاوي موادو د قاچاقو په لاره بدل شوي دي.
دی وايي:
"له نشهيي موادو سره مبارزه یوه ګډه ستونزه ده. موږ هغه مهال بریالي کېدای شو چې تر خپل منځ ګډه همکاري ولرو، نه دا چې یو بل ملامت کړو. ما د ځینو هېوادونو په اړه واورېدل چې له نشهيي موادو سره په مبارزه کې لږ ونډه لري او ټوله ملامتي پر افغانستان ور اړوي. پرېکرسرونه مستقیماً د دوی له لارې زموږ هېواد ته راځي چې دا خپله قاچاق دي، لکه څنګه چې موږ یې غواړو هسې همکاري نهکېږي."
افغان دولت وايي، هغه کېمياوي مواد چې د نشهيي موادو په جوړولو کې کار ځېنې اخيستل کېږي ټول يې له ګاونډیو هېوادونو، په تېره بيا له ایران او پاکستانه افغانستان ته راوړل کېږي.
د کورنیو چارو وزارت له نشهيي موادو سره د مبارزې معینیت د معلوماتو له مخې افغان ځواکونو په تېرو شپږو میاشتو کې نېږدې ۴۰ ټنه هغه کېمیاوي مواد نیولي چې له ایران څخه افغانستان ته قاچاق کېدل.
د ملګرو ملتونو له نشهيي موادو او جرمونو سره د مبارزې اداره یا «UNODC» وايي چې د سیمو هېوادونو له نشه يي موادو سره د مبارزې ملي پلانونه جوړ کړي، خو د سیمې هېوادونو ترمنځ د همغږۍ د نشتوالي له امله دې پلانونو د نشه يي موادو په راکموالي کې هېڅ اغېز نهدی درلودلی.
د «UNODC» ادارې استازي «مارک کولن» په کابل کې له نشهيي موادو سره د مبارزې د سيمه ييزې ستراتيژۍ د ارزونې کنفرانس ته وویل، د افغانستان ځینې ګاونډي هېوادونه نړیوالو بازارونو ته د نشهيي موادو د قاچاقو اصلي لارې دي چې ګټه یې نړیوالو مافیايي ډلو ته رسېږي.
نوموړی وايي:
"ډېری هغه عواید چې له نشهيي موادو څخه تر لاسه کېږي افغانستان ته نه رسېږي، بلکې په اروپايي او اسیايي هېوادونو کې د نشهيي موادو د مارکېټونو خاوندانو جېبونو ته ځي. له نشهيي موادو سره د مبارزې راپور لومړنۍ نتېجې ښيي چې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د سیمې هېوادونو، په ځانګړي ډول افغانستان، ایران او پاکستان نړۍ ته د نشهيي موادو د قاچاقو اصلي لارې دي."
له نشهيي موادو سره د مبارزې د سیمهییزي ستراتېژۍ طرحه چې د افغان حکومت په نوښت جوړه شوې، تر راتلونکو شپږو میاشتو پورې به بشبړه شي.
له نشهيي موادو سره د مبارزې وزارت د پالیسۍ معین جاوید احمد قایم وايي چې د دې ستراتېژۍ عملي کېدل به د سیمې هېوادونو ترمنځ د معلوماتو شریکولو، قاچاقو د مخنیوی او انکشافي پروګرامونو د عملي کولو په برخه کې همغږۍ را منځته کړي.
راپور: مرسلین ارسلا
دا راپور په غږ کې هم اورېدلی شئ: