د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۳

ډونالډ ټرمپ: ترکیه کې د سعودي ژورنالېست د لادرکه کېدو پېښه بوږنونکې ده


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ترکیه کې د سعودي ژورنالېست جمال قاشقجي د لادرکه کېدو مشکوکه پېښه بوږنوونکې بللې او ویلي یې دي چې امریکايي څېړونکي، د دې قضیې په اړه په تحقیقاتو کې له ترکیې سره مرسته کوي.

قاشقجي د اکتوبر په ۲مه نېټه وروسته له دې چې په استانبول کې د سعودي عربستان قونسلګرۍ ته ننوت تردې دمه بیا نه دی لیدل شوی.

ولسمشر ټرمپ پرون په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل چې د ده اداره د دې قضیې په اړه ډېره جدي ده.

ټرمپ زیاته کړه چې امریکايي څېړونکي له ترکي او سعودي مامورینو سره د تحقیقاتو په برخه کې مرسته کوي:

"موږ دې قضیې ته په ډېر جدیت سره ګورو او په اړه به یې ډېر ژر خپل راپور برابر کړو. موږ له ترکیې او سعودي عربستان سره په ګډه کار کوو. هغه څه چې پېښ شول بوږنوونکي وو."

ریاض د ترکي چارواکو هغه ادعاوې ردوي چې وايي، قاشقچي په قونسلګرۍ کې دننه وژل شوی او وايي چې قاشقچي قونسلګرۍ ته له ننوتلو لنډه شېبه وروسته له هغه ځایه وتلی و.

ترکيې له سعودي چارواکو غوښتي دي چې د قونسلګرۍ د امنیتي کمرو تصویرونه ورسره شریک کړي خو سعودي ډيپلوماتان وايي چې په هغه ورځ د دوی امنیتي کمرو کار نه کاوه او غیرفعالې وې.

د ترکیې د بهرنیوچارو وزیر مولوت چاووش
د ترکیې د بهرنیوچارو وزیر مولوت چاووش

د راپورونو له مخې ترکي چارواکو اوس اجازه ترلاسه کړې ده چې د سعودي قونسلګري وپلټي خو دا کار تراوسه نه دی شوی.

د ترکیې د بهرنیوچارو وزیر مولوت چاووش اوغلو ویلي چې ترکي څېړونکو د پېښې په اړه پراخ او هراړخېز تحقیقات پیل کړي دي. هغه زیاتوي چې په دې برخه کې د سعودي عربستان همکارۍ ته اړتیا لیدل کېږي.

جمال قاشقچي د واشنګټن پُست ورځپاڼې لپاره یې کالمونه لیکل او په امریکا کې درس ویلی وو

په عین حال کې د ترکیې انادولو خبري آژانس د ولسمشر د ویاند ابراهیم کالین له قوله راپور ورکوي چې وايي، ترکیې د سعودي عربستان هغه وړاندیز منلی دی چې د قاشقچي د قضیې په اړه د څېړنو لپاره دې د دواړو هېوادونو ترمینځ ګډ کمیسیون جوړ شي.

د راپورونو له مخې ملګروملتونو هم د قاشقچي د لادرکه کېدو پر پېښه اندېښنه ښودلې. د ملګروملتونو ویاند ستیفن دویاریچ د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل ملګروملتونو په نیویارک کې له سعودي چارواکو سره تماس نیولی او په دې برخه کې یې خپله اندېښنه هغوی ته څرګنده کړې خو دا سازمان د پېښې په اړه په تحقیقاتو کې شامل نه دی.

د ملګروملتونو ویاند ستیفن دویاریچ
د ملګروملتونو ویاند ستیفن دویاریچ

جمال قاشقچي چې د واشنګټن پوست ورځپاڼې لپاره یې کالمونه لیکل، په امریکا کې درس ویلی او د یمن په جګړه کې د سعودي په مشرۍ د ائتلاف د ښکېلېدو په ګډون یې د سعودي د ولیعهد محمد بن سلمان پر ځینو پریکړو انتقادونه کړي.

په همدې حال کې د بشري حقونو د څار ټولنې هیومن رایټس واچ د سعودي عربستان پر متحدانو غږ کړی چې د قاشقچي له ورکېدو وروسته دې له ولیعهد محمد بن سلمان سره پر خپلو اړیکو بیا غور وکړي.

هیومن رایټس واچ پرون په یوه خبرپاڼه کې وویل، که سعودي عربستان د قاشقچي په لادرکۍ او یا احتمالي قتل کې لاس ولري نو متحده ایالات، برتانیا، اروپايي ټولنه او د دې هېواد نور متحدان باید له هغو مشرانو سره پر خپلو اړیکو باید بیاغور وکړي چې کارونه یې یوه استبدادي رژیم ته ورته دي.

XS
SM
MD
LG